CRI Online

په مسکو کې د انټرنيټي شبکې د پرمختګ او امنيت په اړه د چين او روسيې لومړي فورم ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2016-04-28 14:19:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ٢٧مه نېټه د انټرنيټي شبکې د امنيت په اړه اووم نړيوال فورم او د انټرنيټي شبکې د پرمختګ او امنيت په اړه د چين او روسيې لومړی فورم په مسکو کې ترسره شو. ګډون کوونکو د انټرنيټې شبکې د تکنالوژۍ په برخه کې د چين او روسيې تر منځ د همکارۍ د راتلونکې، د مخابراتي چارو او انټرنيټي شبکې د بنسټيزو تاسيساتو د امنيت او د انټرنيټي شبکې له لارې د جرمونو د ځپلو په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله بحثونه وکړل.

د چين د انټرنيټي شبکې مالوماتو د دولتي دفتر مشر لو وې د ياد فورم په پرانيستونکو مراسم کې ګډون وکړ او و يې ويل، چين او روسيه د انټرنيټي شبکې په برخه کې دواړه لوی هېوادونه دي، دواړه هېوادونه په دې برخه کې يو د بل کمښت پوره کولای شي او د همکارۍ راتلونکی يې پراخ دی. هغه وويل

(( په وروستيو کلونو کې د انټرنيټي شبکې په برخه کې د چين او روسيې تر منځ همکاري د پياوړتيا په حال کې ده، د هوا وې او عا لي با با په شمول ځينو چيني تصديو په روسيه کې خپلې سوداګريزې چارې پيل کړې، د چين او روسيې د انلاين شرکتونو د نړيوال کېدو حالت ډېر ليدل کېږي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصاد او سوداګرۍ په همکارۍ کې د پاملرنې وړ نوی ټکی ګرځېدلی دی. ويل کېږي چې د انټرنيټې شبکې له امله، د چين او روسيې ترمنځ په همکارۍ کې حياتي ځواک په پر له پسې توګه رامنځته کېږي. ))

ښاغلي لو وې دې ته اشاره وکړه چې د انټرنيټي شبکې پرمختګ او اداره د هر هېواد لپاره مهمه او بېړنۍ دنده ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د انټرنيټي شبکې د حاکميت د درناوي پر بنسټ په ګرده نړۍ کې د انټرنيټي شبکې سيستم د اصلاحاتو بنسټيز اصول او د انټرنيټي شبکې د ګډ اتحاد د جوړولو وړانديز وکړ.

د روسيې د ولسمشر مرستيال شيګليف په خپله وينا کې وويل، په وروستيو کلونو کې د روسيې د انټرنيټي شبکې له لارې د مخابراتي چارو تکنالوژي او امنيتي تخنيک د ګړندي پرمختګ په حال کې دي او څرګند برياليتوبونه يې تر لاسه کړي. روسيه غواړي د انټرنيټي شبکې بنسټيز تاسيسات پوره کړي او په انټرنيټي شبکه کې د سياسي چارو او عامه خدمتي چارو د تر سره کولو لپاره تکنالوژۍ پرمخ بوزي تر څو وګړيو ته لا زياتې ګټې ورسوي. په عين وخت کې د شخصي مالوماتو د خونديتوب او د انټرنيټي شبکې د تخنيکي تاسيساتو د ثبات په برخو کې روسيه له نويو ننګونو او دندو سره مخ ده. ده وويل

(( دا څرګنده ده چې د مالوماتي تکنالوژۍ په پرمختګ سره به زموږ په ژوند کې ډېر نوي ممکن شيان رامنځته شي. خو دا يو واقعيت دی چې د انټرنيټي شبکې فضا د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې شامله نه ده، او د انټرنيټي شبکې د فضا د کنټرول په وخت کې د بېلا بېلو هېوادونو په منځ کې بې باوره د حالت ليدل کېږي. روسيه غواړي د هغه شان نړيوالې انټرنيټي فضا د جوړولو لپاره کوښښ وکړي کومه د سولې، امنيت ، پرانيستنې او باور او همکارۍ پر بنسټ ده. موږ دا نظر لرو چې د انټرنيټي يووالي فضا بايد د هر هېواد له ګټو سره سمون وخوري، د هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو د ثبات او امنيت ضمانت بايد وکړي او د وګړيو د شخصي مالوماتو خونديتوب بايد وساتي. ))

د دې فورم په وخت کې د چين او روسيې کارپوهانو او مامورينو ګډ نظر څرګند کړ چې د انټرنيټي شبکې خونديتوب د هېواد امنيت ته د ګواښ رسولو او د اقتصاد او ټولنې پر پرمختګ د منفي اغېزې عمده لامل ګرځېدلی . اوس د انټرنيټ نړيوالې فضا نظام د کمښت په حال کې دی، د انټرنيټي شبکې له لارې جرمونه او ترهګري او د انټرنيټي شبکې له منفي اغېزې څخه د تنکي ځوانانو د ساتلو په شمول يو لړ مسئلو د چين، روسيې او نړيوالې ټولنې ډېرې پاملرنې جلب کړې دي. دغه فورم به په راتلونکې کې هر کال په نوبتي توګه په چين او روسيه کې جوړېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای