CRI Online

شي جين پينګ د اسيا پر امنيتي نظرونو ټينګار وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2016-04-28 15:56:43

د اسيا د متقابلو همکاريو او باوري تدبيرونو شورا د بهرنيو چارو وزيرانو پنځمه غونډه د اپريل په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې اړوندې خواوې بايد د اسيا د امنيت په اړه پر ګډو، عمومي، همکاريزو او دوام لرونکو نظرونو ټينګار وکړي او د اسيايي ځانګړتيالرونکې امنيتي ادارې موډل د جوړولو لپاره دې هڅې وکړي. دغه راز نوموړي په خپله وينا کې د کوريا ټاپووزمې د حالاتو په شمول د لېدو وړ زياتې مسئلې هم يادې کړې. اوس مهرباني وکړئ په دې اړه يوه تبصره واورئ، هيله ده چې ستاسې د خوښې او د پام وړ ګرځي.

دغه غونډه د اپريل په اته ويشتمه نېټه د بېجينګ په دياو يو تای ملي هوټل کې پرانيستل شوه چې پکې د دغې شورا د غړيو هېوادونو، کتونکو هېوادونو او اړوندو نړيوالو سازمانونو څه باندې څلوېښت پلاوو ګډون درلود. دغه شورا چې د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې جوړه شوې وه، اوس په اسيا کې تر ټولو ډېر لوی امنيتي فورم ګرځېدلی دی چې اغيزمن پراخوالی او د غړيو هېوادونو شمېر يې تر ټولو ډېر زيات دی. چين په ۲۰۱۴م کال کې د دغې شورا د رئيسه هېواد په توګه ټاکل شوی او د دغې شورا کلنۍ سرمشريزه غونډه جوړه کړې ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې د لومړی ځل لپاره د اسيا د امنيت په اړه ګډ، عمومي، همکاريز او دواملرونکي نظرونه وړاندې کړل.

رئيس شي جين پينګ د اپريل په اته ويشتمه نېټه په خپله وينا کې بيا تائيده کړه چې د اسيا سيمه ييزې همکارۍ دې پياوړې شي. اړوندې خواوې بايد د پوځ او سياست، د نويو ګواښونو او ننګونو، اقتصاد، کولتور او د چاپيريال د ساتنې په ساحو کې د امنيت او اعتبار د تدبيرونو په اړه همکارۍ پياوړې کړي، بايد د ډيالوګ له لارې په سوله ييزه توګه شخړې حل کړي او په وار سره دې د دې سيمې ځانګړتيا لرونکی امنيتي جوړښت جوړ کړي. هغه وويل، چې د اسيا هېوادونه او خلک توان او اړتيا لري چې د ډيالوګ او همکاريو له لارې د اسيا امنيت او پرمختګ وساتي. ده وويل، 

د اسيا هېوادونه تل د ورخلاصون او پراختيا دود او په ټوله کې هوښيارتيا لري. موږ هر کلی کوو چې د اسيا په بهر کې نور هېوادونه د اسيا د سولې او پرمختګ لپاره خدمت وکړي او د اسيا له هېوادونو سره يو ځای د اسيا د امنيت، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره زيار وباسي. د اسيا ثبات او پرمختګ د نړۍ لپاره ګټور دی او د اسيا ناارامتيا او شخړې د نړۍ لپاره ګټورې نه دي.

نوموړي وويل، چې اوسمهال په اسيا کې يو شمېر مسئلې د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ دي. چين تل د دغو مسئلو د حلولو لپاره کوښښ کوي. د کوريا ټاپووزمۍ مسئلې د يادونې په وخت کې يې وويل، چې چين د کوريا له ټاپووزمۍ څخه د ذروي وسلو له پاکولو څخه ملاتړ کوي او د ډيالوګ له لارې د دې سيمې د سولې د ساتلو لپاره کوښښ کوي. چين به د امنيت شورا د دايمي غړي هېواد په توګه به د امنيت شورا اړوند پريکړه ليک تطبيق کړي. ده وويل،

د کوريا ټاپووزمۍ د ګاونډي هېواد په توګه نه غواړو چې د کوريا ټاپووزمۍ حالات ترينګلي وي. که شخړې رامنځته شي، هېڅ ګټه به ونه لري. نو هيله لرو چې اړوندې خواوې خپله سړه سينه وساتي او د ډيالوګ له لارې د دغې مسئلې د حلولو او د شخړو د ترينګلتيا د مخنيوي او د شمال ختيځې اسيا د دايمي سولې لپاره زيار وباسي.

نوموړي د چين د جنوبي سمندر مسئلې د يادونې په وخت کې وويل، چې چين غواړي په مستقيمه توګه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د جنوب ختيځې اسيا ټولنې له غړيو هېوادونو سره يو ځای په جنوبي سمندر کې سوله، همکارۍ او دوستۍ وساتي.

هغه بيا تائيده کړه چې چين پر سوله ييزې او ډيپلوماتيکې تګلارې ټينګار کوي او تل د سوله ييز پرمختګ په لاره کې ګام پورته کوي.د چين پرمختګ به په پر له پسې توګه بېلا بېلو هېوادونو ته فرصتونه برابر کړي. ده وويل، 

د چين خلک به د چيني ملت د خوب د پلی کولو په بهير کې د نورو هېوادونو له خلکو سره مرسته وکړي او د اسيا د دايمي سولې او ګډې سمسورتيا په اړه د خوب د پلي کولو لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای