CRI Online

چين د جنوبي سمندر سيمې د بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې عملي اعلاميه پلې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2016-04-29 15:08:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او د جنوب ختيځې اسيا ټولنې ترمنځ لوړ پوړې سلامشوره د اپريل له اووه ويشتمې نېټې نه تر اته ويشتمې نېټې پورې په سينګاپور کې تر سره شوه. د چين او د دغې ټولنې د لسو غړيو هېوادونو استازو پکې ګډون درلود. د جنوبي سمندر مسئله د چين او د دغې ټولنې د ځينو غړيو هېوادونو ترمنځ يوه ستونزه ده، نو چين په دغه غونډه کې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د ګډې اعلاميې په خپرولو سره د جنوبي سمندر سيمې د بېلا بېلو خواوو د عملي اعلاميې پر اغيزې ټينګار وکړي. اوس مهرباني وکړئ چې په دې اړه يوه تبصره واورئ، هيله ده چې ستاسو د خوښې او پام وړ وګرځي.

د چين او د جنوب ختيځې اسيا ټولنې ترمنځ لوړ پوړې سلامشوره د اپريل په ۲۸مه نېټه په سينګاپور کې پای ته ورسېده. د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ليو جن مين او د سينګاپور د بهرنيو چارو وزارت دايمي سکرتر چي وي چيانګ په ګډه د دغې غونډې مشري وکړه. دا لومړی ځل و چې سينګارپور د چين او د دغې ټولنې ترمنځ د منځګړي هېواد په توګه دغه شان غونډه جوړه کړه.

سږ کال د چين او دغې ټولنې ترمنځ د ډيالوګ د اړيکو د ټينګېدو له پنځه ويشتمې کاليزې سره برابر دی، نو د دغې ورځې د لمانځنې فعاليت لپاره چمتوالی د دغې غونډې يو عمده مطلب دی. ښاغلي چي وي چيانګ وويل،

د دغې ورځې د نمانځنې فعاليت به د دغې ټولنې د سرمشريزې غونډې له پای ته رسېدو وروسته د سږ کال په سپتمبر کې د لاوس په پلازمينه وينتيان کې تر سره شي. زما په اند، دغه فعاليت به د چين او د دغې ټولنې ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي. دواړه خواوې به د همکاريو د پياوړتيا لپاره بحث وکړي او د ۲۰۱۶م کال نه تر ۲۰۲۰م کاله پورې به د دواړو خواوو د ګډې اعلاميې په اړه عملي پلان پلی کړي.

خو پرته د دواړو خواوو ترمنځ له دوستۍ، همکاريو او ګډو ګټو نه د جنوبي سمندر مسئله به لا هم موجوده وي. که څه هم د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ليو جن مين څو څو ځله ويلي چې جنوبي سمندر مسئله يوازې د چين او ځينو هېوادونو ترمنځ د څو ټاپوګانو په اړه مسئله ده، د چين او دغې ټولنې ترمنځ مسئله نه ده. خو اوس دغه مسئله د دغې غونډې د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی.

لنډه موده مخکې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له لاوس، کمبوديا او بروني څخه د ليدنې په ترڅ کې د جنوبي سمندر مسئلې په اړه له دغو دريو هېوادونو سره موافقو ته ورسېد. د سينګارپور د ستريتس تايمز ورځپاڼې د دغه هېواد د دوو چارواکو په قول ويلي، چې دا د جنوب ختيځې اسيا بېلتون دی. ښاغلي ليو جن مين په دې اړه وويل،

پرون مې د سينګاپور له ملګرو سره تائيده کړه او له دوې څخه مې اړونده غوښتنه وکړه چې سينګاپور دې دغه خبرې واضعې کړي. د سينګاپور ملګرو د دې پخلی وکړ چې دغه خبرې يوازې د دغو دواړو چارواکو شخصي خبرې دي او دا د سينګاپور د حکومت نظر نه دی.

ښاغلی ليو جن مين پر دې نظر دی چې د جنوبي سمندر سيمې د بېلا بېلو خواوو د عملي اعلاميې پلي کول د دغې مسئلې د حلولو لپاره يوازنې لاره ده. چين په دغه غونډه کې وړانديز وکړ چې په جولای کې به د چين او د دغې ټولنې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د چين او دغې ټولنې له لسو غړيو هېوادونو سره يو ځای يوه ګډه اعلاميه خپره کړې، تر څو د يادې عملي اعلاميې د پلي کولو لپاره هڅونه وشي. ده وويل،

د نوې اعلاميې عمده محتويات عبارت له دي: د عملي اعلاميې په اړه د بېلا بېلو خواوو لخوا کړې ژمنې دې بيا تائيد شي، د دغې اعلاميې مقام او رول دې ومنل شي، د دغې اعلاميې پاليسي او روحيه دې ومنل شي، د جنوبي سمندر سيمې سوله او ثبات او په ازاده توګه د الوتلو حق دې وساتل شي، کشالې دې د اړوندو هېوادونو لخوا د مستقيمو خبرو اترو له لارې حل شي، تر څو اړونده لايحه ژر طرحه شي او له دې سيمې څخه په بهر کې د نورو هېوادونو د کوښښونو درناوی وشي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای