CRI Online

وانګ يي له لافروف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2016-04-29 20:45:49

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ٢٩مه نېټه له روسي سيال سيرګی لافروف سره وکتل.

ښاغلي وانګ يي وويل، چين له روسيې سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې سږ کال  چين ته د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين سفر د برياليتوب د ضمانت او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د لا ټينګښت لپاره له روسيې سره په ګډه کوښښ وکړي.

لافروف وويل، روسيه غواړي د سوداګرۍ او کلتور په برخو کې له چين سره همکاري نږدې کړي او په نړيوالو چارو کې خپلمنځي همغږي لا پياوړې کړي. روسيه به چين ته د پوتين سفر لپاره له چين سره په ګډه تياريانې ونيسي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای