CRI Online

چين به د تاريخي اثارو د ساتنې اندازه پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-04-29 21:09:26

د چين د تاريخي اثارو د ساتنې په هکله کاري غونډه څو ورځې مخکې په بيجينګ کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د تاريخي اثارو د تاريخي اثارو د ساتنې کارونو په هکله مهم هدايت ورکړل چې د هېواد د حالت له مخې د تاريخي اثارو د ساتنې او استفاده کولو لارې پيدا کړي.

(د يو مستند فلم اواز)

په وروستې موده کې د چين يو ټلويزيوني مستند فلم چې نوم يې دی زه په امپراتوري ماڼۍ کې تاريخي اثار تريميموم، په انټرنيټ کې ډېر مروج شوی دی چې د کليک اندازه له مليونو څخه زيات دی. د دغه فلم له لارې عادی خلک د تاريخي اثارو د ترميمونکو د کارونو په هکله مالومات تر لاسه کولی شي او عادی خلک د تاريخي اثارو د ساتنې چارو ته پاملرنه پيلوي.

په دغه مستند فلم کې يوازې د چين د تاريخي اثارو د ساتنې کارونو يوه کوچنې برخه څرګنده شوې ده. د چين د تاريخي اثارو د ساتنې ادارې مشرې ليو يوی جو دا مالومات ورکړل چې د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د چين د تاريخي اثارو د ساتنې اندازه ډېره پياوړې شوې او اړوند کارونه په منظم ډول تر سره شوي دي. (اواز)

په چين کې د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د تاريخي اثارو د ساتنې برياليتوبونه ډېر زيات و چې په عادی خلکو کې د تاريخي اثارو د ساتنې ګډې نظريې ټينګې شوې، د يانګ ځه سيند د دريو تنګيو او له جنوب څخه شمال ته د اوبو د ليږلو پروژې په شمول د هېواد په کچه مهمو پروژو کې د تاريخي اثارو د ژغورنې کارونه په سالم ډول بشپړ شوي، په چين کې د نړيوالو په کچه د کولتوري ميراثونو شمير دويم مقام نيسي.

د تاريخي اثارو د ساتنې او ژغورنې پر بنسټ په دې وروستيو کلونو کې د تاريخي اثارو د استفاده کولو چارو د پرمختګ هڅونې او د خلکو ژوند ته د ګټو رسولو په ترڅ کې مهم رول لوبولی او لوبوي يې. د دا مينګ په نوم لرغونې ماڼۍ او د چين په لرغونې وخت کې د سوی او تانګ په امپراتوري لړۍ کې د تاريخي ښار په ځای کې جوړ شوی باغونه او ډېر تاريخي ځايونه د سيلانۍ ځايونه ګرځيدلي چې ټولنې ته ګټې رسولی او رسوي يې. په بېلا بېلو کچو موزيمونو کې هميشه د غښتلو تاريخي اثارو د ښودلو شو تر سره کېږي چې د نندارچيانو ډېر خوښېږي. اوس په چين کې څلور زره پنځه سوه لس موزيمونه شته چې دري زره اووه سوه اوولس په وړيا ډول نندرچيانو ته خلاصېږي.

د چين د کولتوري چارو وزير لو ګانګ شو وويل د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې به چين د تاريخي اثارو د استفاده کولو لارې پراخې کړي، د تاريخي اثار ارزښتونه فعال کړي، د تاريخي اثارو د ساتنې په ترڅ کې پرمختګ ومومي او د خلکو د روحيې او کولتوري اړتياوې پوره کړي. هغه ووايي(اواز)

د تاريخي اثارو د عامو کولتوري خدمتونو او د ټولنيزو ښوونو رول بايد ولوبول شي، لا زيات موزيمونه دې په وړيا ډول خلکو ته خلاصېږي او په موزيمونو کې د ښودل کوونکو تاريخي اثارو ډولونه نور زيات شي.

د چين دولتي شورا لږه موده مخکې د تاريخي اثارو د ساتنې کارونو د پياوړتيا د لارښوونې نظريې خپرې کړې چې له مخې يې ټول خلک بايد د تاريخي اثارو د ساتنې په کارونو کې برخمن وي په تيره بيا د ځينو شخصي تاريخي ودانيو د ساتنې لپاره دې د تاريخي اثارو د ساتنې ټولنيز صندوق جوړ شي. د چين د تاريخي اثارو د ساتنې صندوق مشر لي شياو جي وويل (اواز)

صندوق به په روان کال کې په دوديزو کليو کې د شخصي تاريخي ودانيو د ساتنې په چارو کې پيسی ولګوي. په همدې وخت کې به په په دوديزو کليو کې د بنسټيزو تاسيساتو او د ايکلوژيکي چاپيريال په چارو کې د تصديو د پانګونو اندازه زياته شي چې په دغو کليو کې تاريخي ځايونه ښکلي سيلانۍ ځايونه وګريځي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای