د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا دفاع وزارت د اپريل په ٢٩ مه نېټه په افغانستان کې د " بې پولې ډاکترانو" پر روغتون د هغې بمبارۍ په اړه چې ٢٠١٥ کال کې يې په تېروتنه پرې کړې وه پلټونکی راپور خپور کړ او په دې راپور کې يې دغه بريد جنګي جنايت رد کړ. د بې پولې ډاکترانو ټولنې پدې اړه ځواب کې ويلي، چې دغه پلټونکی راپور ښيي، چې په ګڼ ميشته سيمه کې د امريکايي ځواکونو پوځي عمليات له کنترول څخه وتلي وو او له بنسټيزو جنګي مقرراتو څخه يې سرغړونه کړې وه.
د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جوسيف وتيل په همدې ورځ مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې ١٦ امريکايي پوځيان د دغې پېښې له امله په تاديې جزاګانو محکوم شوي، خو له دعوا سره مخامخ نه دي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې مسئول مېني نکولی د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې افغانستان، سوريه او يا يمن کې وسله والې ډلې داسې نه شي کولای چې پر روغتونونو د تېروتنې بريدونو په دليل له خپل جنګي مسئوليت څخه وتښتي، پدې اړه بايد نړيواله خپلواکه پلټنه وشي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |