دچين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جه يي د اپريل په ٢٩ مه نېټه د امنيت شورا په کاري غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د سوريې د سولې خبرو لپاره دې زياتې هڅې وکړي ترڅو په دې هېواد کې د اوربند او سياسي روغې جوړې تمايل وساتل شي.
ښاغلي ليو جه يي چې د اپريل مياشتې لپاره د امنيت شورا د نوبتي رئيس په توګه دنده پر غاړه لري، په همدې ورځ غونډه کې زياته کړه چې د سياسي روغې جوړې بهير د سوريې مسئلې د حل بنسټ دی، که سياسي روغه جوړه نه وي، نو ټولې نورې ستونزې له بيخه نه شي حل کيدای.
نوموړي همدارنګه د کوريا ټاپووزمې مسئلې په اړه وويل، چې د امنيت شورا کومه يوه پريکړه د کوريا ټاپووزمې مسئله په بشپړه توګه نه شي حلولی، امنيت شورا او نړيواله ټولنه دې پدې اړه د خبرو اترو په شمول زيات ګامونه پورته کړي .(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |