د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ٢٩ مه نېټه په خپله ويبپاڼه کې خبر ورکړ، چې د النصرې جبهې ډلې د اپريل په ٢٨ مه نېټه حلب ښار کې د روسيې پر عمومي کونسلګرۍ دراکټونو بريدوکړ، خو د بريد له امله مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې. د روسيې بهرنيو چارو وزارت وويل،چې دغه بريد د النصرې جبهې ډلې په عمدي توګه کړي، روسيه په کلکه دغه بريد غندي او د سوريې مسئلې په برخه کې به له امريکا سره خپلمنځي همغږي پياوړې کړي.
د سوريې خبري اژانس په ٢٩ مه نېټه خبر ورکړ، چې په همدې ورځ پر حلب ښار بيا د راکټونو بريد شوی . په تېرو اوو ورځو کې هره ورځ پر حلب ښار بريدونه شوي چې له امله يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |