د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ٣٠ مه نېټه په بېجينګ کې د جاپان له بهرنيو چارو وزير کسيدا فوميو سره وکتل او د خبرو اترو په ترڅ کې يې د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د ښه والي په موخه څلور فقره ييز وړانديز وکړ.
نوموړی څلور فقره ييز وړانديز په لاندې ډول دی:
لومړی، جاپان دې "د چين او جاپان د ګډې اعلاميې "په شمول څلور مهم سندونه مراعات کړي او په سمه توګه دې تاريخ ته بيا کتنه وکړي.
دوهم، جاپان دې د دواړو هېوادونو ترمنځ هغه موافقه پلې کړي چې له مخې يې دې د يو بل همکار او ملګري وګرځي او يو بل ته دې ګواښونه نه رسوي.
درېيم، جاپان دې د مساوات او ګډو ګټو پربنسټ په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ زياتې کړي.
څلورم، په سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې دې يو د بل مناسبو ګټو درناوی وکړي. جاپان دې له چين سره مقابله نه کوي، بلکې ورسره دې په ګډه د سيمې سوله، ثبات او سمسورتيا ساتنه کې مرسته وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |