د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو څخه يې ډډه کړې، د اپريل په ٣٠ مه نېټه وويل، چې په پلازمينه بغداد کې د همدې ورځې په سهار يوه چاودنه وشوه چې پکېپ ٢٤ کسان وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان دي.
نوموړي سينهوا اژانس ته ويلي چې د همدې ورځې په سهار د بغداد په جنوب ختيځ د شيعه ګانوميشته نحروان سيمه کې پر چاوديدونکو توکو بار يوې لارۍ ته چاودنه ورکړل شوه او د پېښې پر مهال د پېښې ځای شاوخوا کې زيات کسان د لمونځ ادا کولو په موخه يو جومات ته روان وو.
تراوسه کومې ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |