CRI Online

افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو ٨٠ اورپکي وژلي

cri     (GMT+08:00) 2016-05-01 16:05:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان دفاع وزارت د اپريل په ٣٠ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونو په هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملياتو په لړ کې٣٠ اورپکي وژلي چې پکې د داعش يو لوړپوړی چارواکی هم شامل دی.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په زياتو ځايونو کې ترهګرۍ ضد ګډ عمليات ترسره کړي او په لړ کې يې ٨٠ اورپکي وژلي او ١٧ نور يې ټپيان کړي چې ٣٨ تنه په هلمند ولايت کې وژل شوي دي. دغه راز ننګرهار ولايت کې هم د داعش ١٠ اورپکي وژل شوي او په نورو ځايونو کې ٦ نور تسليم شوي دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای