د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران "تهران ټايمز" ورځپاڼې د اپريل په ٣٠ مه نېټه خبر ورکړ، چې د م م وياند سټېفان دوجاريک د روانې مياشتې په ٢٩ مه نېټه وويل، چې که ايران او امريکا له م م څخه د مرستې غوښتنه وکړي، نو سرمنشي بانکي مون به د شرط له مخې د ايران د هغو دوو مليارډو ډالرو د خلاصېدو په موخه چې د امريکا د عالي محکمې لخوا کنګل شوي منځګړيتوب وکړي.
د ايران بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف بانکي مون ته د يوه ليک په ليږلو سره پدې برخه کې ورڅخه د مرستې غوښتنه کړې چې پر امريکا دې فشار واچوي ترڅو د امريکا عالي محکمه دوه مليارډ ډالر بېرته ايران ته ورکړي. نوموړي د امريکا عالي محکمې دغه کړنه غلاکول وبلله او له امريکا څخه يې پدې اړه د مسئوليت د پر غاړه اخيستلو غوښتنه وکړه.
بل خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک تونير په ٢٩ مه نېټه وويل، چې امريکا د ايران شکايت نه مني.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |