د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اپريل په ٢٩ مه نېټه د ورېښمو لارې او د ورېښمو سمندري لارې په اړه غونډه جوړه کړه.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې وينا وکړه او ويې ويل چې د ورېښمو لرغونۍ لاره يوه سوداګريزه لاره وه او يوه د دوستۍ لاره هم وه. په نوې زمانه کې مو د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو وړانديز وکړ او هدف مو د دغې لرغونې لارې د روحيې پراخول او د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو د ودې يوځايښت دي.
شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز وړاندې کوونکی او هڅوونکی دی، خو د دغې وړانديز پلي کول د چين خپل قلمرو نه دی،چين به د خپلې ودې له نعمت څخه نور هېوادونه برخمن کړي او له دوی سره به د پرمختګ موخې د پوره کولو لپاره مرسته وکړي. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |