لي که چيانګ د جاپان له بهرنيو چارو وزير سره وکتل
د سين هوا اژانس دخبر له مخې د چين د دولتي شورا صدراعظم لي که چيانګ د روانې مياشتې په ٣٠ نېټه په بيجينګ کې د جاپان له بهرنيو چارو وزير کيسادا فوميو سره وکتل.
لي که چيانګ وويل چې د چين او جاپان ترمنځ دايمي سالمې او ثابتې اړيکې نه يوازی د دواړو هيوادونو د خلکو له اساسي ګټو سره بلکې د سيمې او نړۍ د سولې او سمسورتيا سره سمون خوري.
کيسادا وويل چې جاپان غواړي د دواړو هيوادونو ترمنځ د څلورو سياسي سندونو د رويې پر بنسټ پر هغه موافقه ټينګار وکړي چې يو د بل همکار وي او نه دښمن، يو بل ته درناوی وکړي، متقابل اعتماد پياوړې کړي او توپيرونه کنترول او کم کړي چې د دواړو هيوادونو د پخوانيو مشرانو له خوا جوړې شوې اړيکې پرمخ بوزي او راتلونکی کې نوی دوستانه اړيکې ټينګې کړي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |