CRI Online

کنيا کې د فيلانو سلګونه ټنه غاښونه وسځول شول

cri     (GMT+08:00) 2016-05-01 21:12:10

د اپريل په ٣٠ مه نېټه د کنيا نايروبي په ملي پارک کې د دغه هېواد ولسمشر اوهورو کنياتاد فيلانو ١٠٥ ټنو نيول شوو غاښونو او د کرګانو ١.٣٥ ټنو ښکرونو ته اور واچاوه او پدې توګه يې نړۍ ته د فيلانو غاښونو او د کرګانو ښکرونو د سوداګرۍ او په غلا ښکار پر ضد د مبارزې او جنګ اعلان وکړ.

د فيلانو دغه غاښونه او د کرګانو ښکرونه له څه دپاسه ٨٠٠٠ فيلانو او ٣٠٠ کرګانو څخه اخيستل شوي و چې عمومي ارزښت يې څه باندې ١٨٠ مليونه ډالر دی.

اوهورو کنياتا وويل، چې کنيا بېوزلې ده،خو غني ميراث لري. د فيلانو غاښونو سوداګري د مرګ په معنا ده چې د فيلانو مرګ او د طبيعي ميراث مرګ. وخت به دغه سوداګري غلطه ثابته کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای