CRI Online

د بيجينګ اوپيرا مشهور لوبغاړي مې باو جيو

cri     (GMT+08:00) 2016-05-08 20:25:20

د چين د بيجينګ اوپيرا مشهور لوبغاړي مې باو جيو چې پلار يې د بيجينګ اوپيرا د فقيد نامتو هنرمند مې لان فانګ و ، لږه موده مخکې په بيجينګ کې له دنيا څخه سترګې پټې کړې. د چين بېلا بېلو ټولنو د ده د وفات له امله خواشيني څرګنده کړې او په همدې وخت کې د بيجينګ اوپيرا حتی د چين د اوپيراګانو هنر ساتنه او پرمختګ د خلکو ددې انديښنې سبب شوی چې د بيجينګ اوپيرا د دغو هنرمندانو له وفات وروسته به د اوپيرا پرمختګ څنګه وساتل شي؟ ( د اوپيرا اواز)

لوبغاړي لي شنګ سو چې د فقيد استاذ مې باو جيو شاګرد دی او د مې کورنۍ د هنر وارث هم دی ،د هغې نندارې د يادولو په وخت کې چې له استاذ مې سره به په راتلونکې نومبر مياشت کې ترسره کړي ، له سترګو څخه اوښکې څڅېدلې او و يې ويل چې دی به د استاذ مې هيله پوره کړي او د تانګ امپراتور صيغې يانګ په نوم اوپيرا نندارچيانو ته وښيي. (اواز)

استاذ مې تل ما ته ويل چې بايد ياده اوپيرا بيا په ستيج ولوبيږي . نو پلان مو کړی چې په راتلونکي نومبر مياشت کې دغه ننداره تر سره کړو، استاذ مې ويل چې هغه به په دې اوپيرا کې برخمن وي، خو اوس ددې نندارې شونتيا نشته.

د بيجينګ اوپيرا مشهور لوبغاړي يوی کوی جی د استاذ مې د لارښوونې د يادونې په وخت کې وويل (اواز)

د تمرين کولو په وخت کې استاذ مې په جدي توګه موږ ته د ويلو ، لوستلو او حرکت کولو لارښوونه وکړه. د مې کورنۍ هنر د ساتنې او پرمختګ او د بيجينګ اوپيرا هنر د پرمختګ په بهير کې استاذ مې ډېر زيات خدمتونه تر سره کړي دي.

استاذ مې باو جيو اته خويندې او وروڼه درلودل ، خو هغه ددوي څخه د خپلې کورنۍ د هنر يوازنې ساتونکی و او په ټول عمر کې يې د مې کورنۍ هنر د ساتنې او پرمختګ لپاره کوښښونه کړي او د بيجينګ اوپيرا د سمسورتيا لپاره يې هم سترې کارنامې قايمې کړي دي . د مې باو جيو وفات له امله د مې کورنۍ هنر د ساتونکو مشر له لاسه ورکړل شو او په عين وخت کې د اوپيراګانو هنر د ساتنې او پرمختګ راتلونکی لوری د پاملرنې وړ ګرځيدلی دی.

اوپيراګانې په چين کې د دوديز هنر په توګه اوږد تاريخ او مينوال لري. د بيجينګ اوپيرا مشهور لوبغاړي او د چين د اوپيراګانو پوهنځي پروفيسر جو لونګ وويل

( اواز)

په دې وروستيو کلونو کې د عصري هنر د پرمختګ او د اوپيراګانو د پخوانيو هنرمندانو د وفات سره سره د اوپيراګانو هنر د ساتنې او ادامې ستونزې رامنځته شوي. خو دا هم ويل کېږي چې دغه بحران به د خلکو پاملرنې جلبې کړي او د اپيراګانو پرمختګ ته به فرصتونه هم ورسوي.

د ځينو ډولو اوپيراګانو او يا پارچو نامتو لوبغاړي ډېر کم دي چې يوازې يو يا دوه تنه پاتي دي، له دې امله چې د دغو اوپيراګانو د زده کوونکو او نندارچيانو شمېر کم شوی، امکان شته چې دغه کولتوري ډولونه به له منځه يووړل شي، رښتيا ده چې دا يو بحران دی. خو په همدې وخت کې د وګړو په وړاندې دغه بحران څرګند دی، نو ګڼ شمير وګړي او اړونده شخصيتونه د دغو اوپيراګانو ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي نو ويل کېږي چې دا د دغو اوپيراګانو د پرمختګ لپاره فرصت هم دی.

حکومت د ډول ډول هنري شکلونو د پرمختګ او د اپيراګانو هنر د ساتنې او پرمختګ ته ډېر پام اړولی او زيات کوښښونه يې کړي دي. مثلا د بيجينګ اوپيرا ځينې پارچې يوازی د اواز په شکل ثبتې شوي ، نو د کولتور وزارت پرېکړه وکړه چې بايد د ثبت شويو پارچو لپاره ويډيويي فلمونه جوړ شي څو چې د راتلونکو زده کوونکو او څيړونکو لپاره د زده کړې او څيړنې مالومات راپاتې شي ، دغه راز د اوپيراګانو د مشهورو لوبغاړو لپاره هم ويديويي فلمونه جوړ شوي دي .

پروفيسر جو وويل

(اواز) د ښې ساتنې او ادامې مقصد پرمختګ دی ، خو پرمختګ نوښت هم دی . نامتو هنرمندان د په ميراث اخيستلو په بنا د زياتو نوښتونو د ترسره کولو لپاره هم کوشش کوي .

برسيره پردې د اوپيرګانو ښه ساتنه او ادامه ګڼ شمير نندارچيانو ته اړتيا لري څو چې اوپيرګان د وګړو د کولتوري مصرفي توکو په توګه وګرځي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای