CRI Online

سږ کال په لومړي فصل کې شينجيانګ پنځلس مليارډه او اته سوه مليونه يوانه پانګې جلب کړې

cri     (GMT+08:00) 2016-05-11 10:54:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې څو ورځې مخکې خبر ورکړ چې د سږ کال په لومړي فصل کې شينجيانګ پنځلس مليارډه او اته سوه مليونه يوانه پانګې جلب کړې چې دغه شمېر کابو له دوه مليارډه پنځه سوه مليونه امريکايي ډالرو سره برابر دی.

شينجيانګ په لومړی فصل کې د مرکزي حکومت لخوا بېل شوي پنځلس مليارډه يوانه پانګې لګولې چې په عمده توګه يې د عامو وګړيو د ژوند سويې د لوړتيا، د کرهڼيزو چارو د پياوړتيا او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې په برخو کې له ١٨٩ پروژو څخه ملاتړ کړی دی. د اړوند خبر له مخې، شينجيانګ به د روان کال په دوهم فصل کې د اوبو لګولو، انرژۍ او ترانسپورټ په برخو کې اړوندې پروژې وهڅوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای