CRI Online

د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو سفرونه پيل شول

cri     (GMT+08:00) 2016-05-11 20:12:33

د مې د يوولسمې نېټې په سهار د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو د سفرونو د پيل مراسم په شي ان ښار کې تر سره شول. دغه فعاليت د چين نړيوالې راډيو، د شان شي ولايت د ګوندي مطبوعاتي څانګې د بهرنيو چارو دفتر او د چين ويبپاڼې له خوا جوړ شوی و. د ورېښمو لارې پر غاړه د افغانستان، ترکيې او مصر د خبري رسنيو يوولس مشهور شخصيتونه پکې برخه لري، دوی به له ځايي خبريالانو سره يو ځای د شان شي ولايت له هغو ځايونو څخه سيل وکړي چې د ورېښمو تر لارې پورې اړه لري، له ځايي وګړو سره به وګوري او د ورېښمو لارې پر غاړه به د سيمو کلتور هم وګوري. د دې فعاليت موخه دا ده چې د دې سفر له لارې د کلتور، تاريخ او سوداګرۍ په برخو کې د شان شي له خوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو په هکله معلومات او په بهرنې همکارۍ کې د يو کمربند او يوې لارې ستراتيژيکي رول ورو پېژندل شي.

د چين نړيوالې راډيو مرستيال مشر شيا جي شوان د وينا په حال کې

ځايي کارکوونکی برخه والو ته معلومات معرفی کوی

 

ځو !

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای