CRI Online

دوه سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-05-17 11:04:03

افغانستان په ۲۰ اووريزو لوبو کې نهم او يو ورځنيو کې لسم ځای لري

د کرېکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) د ټېسټ لوبو، يوه ورځنيو او شل اووريزو لوبو د غوره لوبډلو نوملړ خپور کړی، چې په هغو کې په ټېسټ لوبو کې استراليا لومړی، هند دويم او پاکستان درېيم ځای لري.

د کرېکټ نړيوالې شورا د چهارشنبې ورځې د غوره لوبډلو د نوملړ له مخې په يوه ورځنيو لوبو کې استراليا لومړی، نيوزيلنډ دويم، جنوبي افريقا درېيم او افغانستان لسم ځای لري.

اي سي سي، شل اووريزو لوبو کې د غوره لوبډلو نوملړ هم خپور کړی چې نيوزيلنډ لومړی، هند دوهم او اوسنۍ اتله لوبډله وېسټ انډيز په درېيم نمبر دی. افغانستان په دغو لوبو کې له پاکستان څخه يو ځای وروسته يعنې په نهم نمبر دی.

د پاکستان حبیب بانک کرکټ لوبډله کابل ته راځي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د پاکستان د حبیب بانک د کرکټ مشهوره لوبډله به کابل ته راځي چې، له افغانانو سره سیالۍ وکړي

کرکټ بورډ وايي حبیب بانک لوبډله به د "افغانستان پرمختیایي لوبډلې" سره دوه څلور ورځنۍ او څلور یوه ورځنۍ سیالۍ وکړي. دا به لومړی ځل وي، چې یوه بهرنۍ او نسبتآ د خپل هېواد په کچه مشهوره لوبډله کابل ته راځي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي، په پاکستانۍ لوبډلې کې د دغه هېواد ځینې مشهور لوبغاړي هم شامل دي. کرکټ بورډ، چې د حبیب بانک د لوبغاړو لست اعلان کړی، په هغه کې د پاکستان دوه مشهوره لوبغاړي عمر ګل او عمران فرحت هم شته دي

د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش وايي "د لومړي ځل لپاره به افغانستان د یوې بهرنۍ پیاوړې لوبډلې کوربه وي او په الکوزي کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې به سیالۍ کوي. په دي سره به نه یوازې د کرکټ مینوال زیات شي، بلکه په هیواد کې به کرکټ نوره وده هم وکړي. دا لوبې به په یو داخلي چاینل کې هم ښودل کیږي

لومړنۍ سیالي به د مۍ د روانې میاشتې په ۱۷ نېټه د سه شنبې په ورځ پلیږي او وروستۍ لوبه به یې د جون په څلورمه وي

تراوسه د افغانستان د پرمختیايي لوبډلې د لوبغاړو لست خپور شوی نه دي، خو له څو ورځو راهیسې په کابل کې د افغانستان د ملي، الف او نونلس کلنو لوبډلو ځیني لوبغاړي په تمریناتو بوخت دي

تر دې مخکې د افغانستان ملي، الف او د نونلس کلنو لوبډلو په پاکستان کې دننه د هغه هېواد له الف لوبډلې او نورو پياوړو لوبډلو او لوبغاړو سره سیالۍ کړي دي، خو دا به اول وار وي، چې کابل ته یوه پاکستانۍ لوبډلې راځي

دا لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا او اسیا د شورا سره نړیوال رسمیت نلري او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه بلل کیږي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای