د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په څليرويشتمه نېټه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د تاشکند غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان له ټينګېدو څخه راپدېخوا، په يوه نړيوال اغيز لرونکي سازمان بدل شوی دی.
وانګ يي وويل، د شانګهای د همکارۍ سازمان يو لړ اغيزمن ميکانيزمونه او ارګانونه جوړ کړي دي، د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي، د هېوادونو تر منځ د جرمونو سره د مبارزې، د امنيتي ننګونې سره د مقابلې او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره يې مثبت رول لوبولی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |