CRI Online

د شينجيانګ د ورېښمو د نوې لارې په نوم نړيوال اورګاډی په کار پيل وکړ

cri     (GMT+08:00) 2016-05-26 10:42:29

د شينجيانګ د تيان شان ويبپاڼې د خبر له مخې، د مې د ٢٦مې نېټې په سهاروختي، د ورېښمو د نوې لارې په نوم لومړي اورګاډي د شينجيانګ له ارومچي ښار څخه حرکت وکړ او کابو له ٣٩.٥ ساعتونو وروسته به د قزاقستان الماتا ته ورسېږي. دغه اورګاډی به هره اوونۍ کې يو ځل د الماتا په لور خوځېږي.

د ٢٠١٤ کال د مارچ په اتمه نېټه د اورمچي د اوسپنيزو لارې ادارې په لومړي ځل لوېديځ ته اورګاډی وليږه،وروسته له هغې، لوېديځ ته د شينجيانګ د نړيوالو اورګاډيو شمېر مخ په زياتېدو دی او اوس د قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او ازبکستان په لور هم غوځېږي . دغه لاره بنسټيزه توګه د منځنۍ اسيا د عمده اوسنيزو لارو سټېشنونو ته غځېدلې ده. د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې له شينجيانګ څخه دغو سيمو ته د رسېدونکو اورګاډيو شمېر ١٣٥ ته رسېدلی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای