CRI Online

په هانګ جو ښار کې د جي ٢٠ سرمشريزې غونډې ته د تياري چارې روانې دي

cri     (GMT+08:00) 2016-05-26 11:36:30

د ٢٠١٦ کال د شلو هېوادونو ډلې (جي ٢٠)سرمشريزه غونډه به د سپتمبر په څلورمه او پنځمه نېټه د چين په هانګ جو ښار کې جوړه شي. د روانې مياشتې له ٢٧ مې نېټې څخه د دغې غونډې تر پرانيستې پورې به ١٠٠ ورځې پاتې وي. د سي ار ای خبريال له اړوندې ادارې څخه معلومات ترلاسه کړي چې اوسمهال دغې غونډې ته د تياري بېلابېلې چارې په ښه توګه روانې دي، اوس مهرباني وکړئ پدې هکله د سي ار ای ځانګړې تبصره واورئ!

د شلو هېوادونو ډله يو غير رسمي فورم دی او هدف يې پر بېلابېلو موضوعاتو د پرمختللو هېوادونو او ميدان ته نويو راوتلو بازارونو ترمنځ د بحثونو او څېړنو پرمخ وړل دي ترڅو د همکارۍ لاره وموندل شي او د نړيوال اقتصاد ثابت او دوامدار پرمختګ وساتل شي. اوس د شلو هېوادونو ډله د امريکا، جرمني، روسيه، برازيل او چين په شمول ٢٠ غړي هېوادونه لري، د دغو هېوادونو د کورني توليد عمومي ارزښت يعنې جي ډي پي په نړيوال اقتصادکې ٩٠٪ برخه نيسي او سوداګريز عمومي ارزښت يې په نړۍ کې ٨٠٪ برخه جوړوي.

سږکال د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به د سپتمبر په ٤ مه او ٥مه نېټه د چين په جنوب هانګ جو ښار کې ترسره شي. په سالمه توګه د دغې غونډې د جوړولو په موخه هانګ جو ښار له تېر کال څخه د غونډې ځای جوړ کړی، ښاري چاپيريال يې ښه کړی او امنيت ساتنه يې پياوړې کړې چې غونډې ته يې د تياري په اړه بېلابېلې چارې ترسره کړې دي. ځايي اوسيدونکي هم په هانګ جو ښار کې د دغې غونډې پرانيستې ته سترګې په لار دي.

يو ځايي اوسيدونکي وويل:

((يوه چيني اسطلاح ده چې که جنت پورته دی خو لاندې سو جو ښار او هانګ جو ښار دي،معنا دا چې سو جو او هانګ جو ډېر ښايسته ښارونه دي او د جنت په شان دي. هيله ده چې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په ترسره کېدو سره زموږ ښکلی هانګ جو ښار نړۍ ته معرفي شي او لازيات سيلانيان د سيل لپاره دلته راشي. دغه راز زموږ دولت هم ورځ تر بلې سمسور او پياوړی شي او هانګ جو ښار نور هم ښکلی شي.))

لويديځ ناور چې په چيني ژبه شي هو ورته ويل کيږي، د هانګ جو ښار يو مشهور منظره لرونکې سيمه ده، د سرمشريزې غونډې د هرکلي په موخه په دې سيلانيزه سيمه کې د شپې لخوا د زياتو څراغونو لګېدلو پروژه بشپړه شوه. د هانګ جو ښار د لويديځ ناور سيلانيزې سيمې د اداري کمېټې رئيس ليو ينګ وايي، د پروژې په بشپړېدو سره دغه سيلانيزه سيمه ډېره ښکلې شوې ده. هغه وويل:

(( د شپې لخوا د زياتو څراغونو په لګېدلو سره په شپه کې د لويديځ ناور طبيعي منظره ډېره ښايسته ښکاري، دغه راز دغه څراغونه په اټوماټيک ډول کنټروليږي چې رول يې يوازې ځلول نه ، بلکې ښکلا هم ده چې ځايي کلتور هم ترې ښکاري.

د معلوماتو له مخې، د شلو هېوادونو ډلې د غونډې ځای او د کورنيو او بهرنيو ګډونکوونکو مشرانو د استوګنځايونو په شمول د غونډې په تړاو د بېلابېلو ځايونو د ترميمولو پروژې بشپړې شوي او د چاپيريال د ښکلا پروژې به هم ژر پای ته ورسيږي.

د هانګ جو ښار ګوندي منشي جاو يي ده وايي، هانګ جو ښار د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزې غونډې ته تيار دی، دغه ښار به د غونډې د برياليتوب په موخه ښه خدمتونه ترسره کړي. نوموړي وويل:

((زموږ موخه داده چې د دغې سرمشريزې غونډې له لارې هانګ جو ښار نړۍ ته معرفي کړو او د چين د اصلاحاتو،ورخلاصون او عصري کېدو په برخه کې لاسته راوړنې وښيو.موږ به زياتې هڅې وکړو ترڅو د غونډې برياليتوب تامين کړو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای