CRI Online

هانګ جو: دG20 سرمشريزې غونډې ته مو تيار يو

cri     (GMT+08:00) 2016-05-27 11:33:26

له نن ورځې يعنې د می له ٢٧ مې نېټې څخه د شلو هېوادونو ډلې يعنې جي ٢٠ د سرمشريزې غونډې تر پرانيستې پورې ١٠٠ ورځې پاتې دي، سږنۍ سرمشريزه غونډه به د چين په هانګ جو ښار کې جوړه شي او دا به لومړي ځل وي چې په چين کې دغه غونډه جوړيږي. نن ورځ په هانګ جو ښارکې د نوموړې سرمشريزې غونډې د برياليتوب د تامينولو غونډه جوړه شوه، دغه راز خبريال له اړوندې ادارې څخه معلومات ترلاسه کړل چې دغې سرمشريزې غونډې ته د تياري بېلابېلې چارې په ښه توګه روانې دي. 

  سل ورځې وروسته به د چين په هانګ جو ښار کې د جي شل سرمشريزه غونډه پرانيستل شي. د می په ٢٧ مه نېټه جه جيانګ ولايت او هانګ جو ښار په ګډه سره د دغې شرمشريزې د سمبالولو په موخه يوه غونډه جوړه کړه. په دغه غونډه کې ٥٠٠٠ استازو په جدي توګه ژمنه وکړه چې د جي شل د سرمشريزې غونډې د برياليتوب لپاره به هڅې وکړي. د ٢٠١٦ کال د جي شل سرمشريزه غونډه به د راتلونکي سپتمبر په څلورمه او پنځمه نېټه په هانګ جو ښار کې ترسره شي. د معلوماتو له مخې، تېر کال هانګ جو ښار د ښاري چاپيريال د ښه والي، د ترافيکو بنسټيزو تأسيساتو او د غونډې د ځايونو او هوټلونو د جوړولو او ترميمولو په موخه ٦٥١ پروژې طرحه کړي او اوسمهال دغې پروژې د ټاکلي پلان له مخې روانې دي. د هانګ جو ښار ګوندي منشي جاو يي ده وايي،هانګ جو ښار د جي شل سرمشريزې غونډې ته تيار دی .نوموړي وويل::

((د جي شل د سرمشريزې غونډې عمده ځای ، د کورنيو او بهرنيو ګډونکوونکو مشرانو استوګنځايونه او اړوند ځايونه ترميم شوي چې له ساختماني بڼې يې چيني ځانګړتياوې ښکاري. په دې برخه کې مو له سپما څخه کار اخيستی، خو کيفيت مو تامين کړی دی.))

 امنيت ساتنه د جي شل د سرمشريزې غونډې لپاره ډېره مهمه ده. د معلوماتو له مخې هانګ جو ښار د امنيت ساتنې په اړه لس پروګرامونه پلي کړي دي، دغه راز ډېر ځايي اوسيدونکي هم په فعاله توګه د دغې سرمشريزې غونډې د امنيت ساتنې چارو ته راغلي دي. د هانګ جو ښار په ګوټ ګوټ کې هغه داوطلبان چې سره جاکټونه يې په تن دي او په سر يې سرې خولې دي ډېر ليدل کيږي. ٧٨ کلن سپينږيري يو ګوانګ هوا له داوطلبانو څخه يو دی، هغه وايي، د جي شل سرمشريزه غونډه د هانګ جو ښاريان وياړ دی، نو هغه غواړي د دغې سرمشريزې غونډې لپاره خدمتونه وکړي. نوموړي وويل:

((يوه چيني اصطلاح ده چې که جنت پورته دی خو لاندې سو جو او هانګ جو ښارونه دي،معنا دا چې سو جو او هانګ جو ډېر ښايسته ښارونه دي او د جنت په شان دي.د جي شل سرمشريزې غونډې له لارې به هانګ جو ښار لامشهور شي. موږ داوطلبان به د دغې سرمشريزې غونډې لپاره خدمتونه وکړو او ښکلي هانګ جو به نړۍ ته معرفي کړو ، ترڅو زموږ دولت او هانګ جو لاسمسور او پياوړی شي. که څه هم تقاعدشوی يم ، خو غواړم چې د ټولنې لپاره خدمت وکړم.))

 د سرمشريزې غونډې د ښه خدمت په موخه د هانګ جو ښار په زياتو استوګنځايونو کې د انګليش کورسونه پرانيستل شوي. خبريال د هانګ جو په سي شين فانګ استوګنيزه سيمه کې وليدل چې لسګونه له شپېته کلنۍ زيات زاړه کسان د انګليش کتابونه لولي، دوی په خپله لاره د جي شل سرمشريزې غونډې هرکلی کوي. يو ځایي اوسيدونکي وويل:

 ((زموږ واټ د شي هو په نوم مشهورې سيلانيزې سيمې ته ډېر نږدی دی، هرکله چې موږ له بهرنيانو سره مخ کيږو،دوی ته به" Welcome to HangZhou "ووايو.))

 د شلو هېوادونو ډله يو غير رسمي فورم دی او هدف يې پر بېلابېلو موضوعاتو د پرمختللو هېوادونو او ميدان ته نويو راوتلو بازارونو ترمنځ د بحثونو او څېړنو پرمخ وړل دي، ترڅو د همکارۍ لاره وموندل شي او د نړيوال اقتصاد ثابت او دوامدار پرمختګ وساتل شي. اوس د شلو هېوادونو ډله د امريکا، جرمني، روسيې، برازيل او چين په شمول ٢٠ غړي هېوادونه لري، د دغو هېوادونو د کورني توليد عمومي ارزښت يعنې جي ډي پي په نړيوال اقتصادکې ٩٠٪ برخه نيسي او سوداګريز عمومي ارزښت يې په نړۍ کې ٨٠٪ برخه جوړوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای