CRI Online

٥٩٢ زره سوريي وګړي کلابند شوي

cri     (GMT+08:00) 2016-05-28 16:21:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سرمنشي مرستيال ستېفن اوبرين د مې په ٢٧مه نېټه وويل، د سوريې د جګړې له امله رامنځته شوي انساني بحران مخ په سختېدو دی. اټکل کېږي چې کابو د ٥٩٢ زره سوريي وګړيو د استوګنې سيمې کلابندې شوې دي. په دې جمله کې زياتره يې د دمشق په اطرافي سيمو او حمص ښار کې اوسېږي. داعش ډلې په ديريزور ايالت کې ١١٠ زره وګړي محاصره کې ساتلي  دي.

نوموړي د سوريې د شخړې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه کلابندي پای ته ورسوي تر څو چې مرستندويه توکي  په عادي توګه سوريي وګړيو ته ورسېږي.

د م م د يوې شمېرنې له مخې، د سوريې جګړې له پنځو کلونو راهيسې له ٢٥٠ زرو څخه زيات کسان وژل شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای