د مې په اته ويشتمه نېټه، د صنعت او مخابراتو وزارت او د شانګهای ښاروالۍ په ګډه سره وويل، په شانګهای کې به د صنعتي انټرنيټي شبکې نمونه جوړه شي.
شانګهای ښار د عصري صنعت او تخنيک بنسټ او ښه ايکولوژيکی چاپيريال لري. د صنعت او مخابراتو وزير مرستيال چن جاو شيونګ وويل، صنعتي انټرنيټي شبکه د الکترونيکي توليد د پرمختګ لازم بنسټ دي. د دې شبکې جوړونه نه يوازې په شانګهای کې د تخنيکي مرکز د جوړولو، بلکې په ټول هېواد کې د صنعتي انټرنيټي شبکې د پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |