CRI Online

په هانګجو کې د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه د نړيوالې ټولنې د پام وړ ده.

cri     (GMT+08:00) 2016-05-30 16:28:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شلو هېوادونو ډلې راتلونکې سرمشريزه غونډه به د سږ کال په سپتمبر کې د چين په هانګجو ښار کې تر سره شي. د تېر کال د دسمبر په لومړۍ نېټه چين د دغې ډلې د نوبتی رئيسه هېواد په توګه ټاکل شوی و او تر اوسه پورې يې د دغې ډلې په چوکاټ کې څو نړيوالې غونډې تر سره کړې دي څو چې د هانګجو د سرمشريزې غونډې لپاره تيارياني ونيسي. په ټوله نړۍ کې د کارپوهانو په اند، چين په اقتصادي ساحه کې د دغې ډلې د رول د پياوړتيا او د دغې غونډې د برياليتوب لپاره ښه زمينه برابره کړې ده. نړيواله ټولنه د ګډو نظرونو او همکاريو د پياوړتيا په اړه د چين پر توان ټينګ باور لري او هيله ده چې دغه غونډه به د دغې ډلې په تاريخ کې يوه نوې مرحله وګرځي.

د دغې سرمشريزې غونډې د پام وړ ټکی دا دی چې د لومړی ځل لپاره په چين کې تر سره کېږي. چين په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی او اقتصادي اندازه يې په نړۍ کې دوهم مقام نيسي. د نړيوال پولي صندوق د شمېرنې له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې چين د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې پنځه دېرش سلنه برخه نيولې ده.

د بريټانيې اقتصادپوه او د بريکس نظريې جوړونکی جيم اونيل وويل، چين نه يوازې د بېلا بېلو ننګونو د ليرې کولو په ساحه کې ، بلکې د خلکو د ګټو او شتمنيو د زياتوالي په ساحه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. چين به په لا پراخو اقتصادي ساحو کې مهم رول ولوبوي او دا توان لري چې د تازه سمسور بازار په شمول له نورو هېوادونو او سيمو سره مرسته وکړي. چين به د نړيوالې سمسورتيا او ثبات لپاره لا نور خدمتونه وکړي.

د چين او امريکا د صنعتګرو ټولنې مشر سون ون تي د سږ کال په مارچ کې د امريکايې صنعتګرو پلاوۍ په مشرۍ له چين څخه ليدنه وکړه او د دغه سفر په ترڅ کې د هانګجو ښار ته هم لاړ. هغه وويل، چې دا ارزښتناکه ده چې د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به په هانګجو ښار کې تر سره شي. په تېرو څو کلونو کې د جه جيانګ ولايت او هانګجو له صنعتګرو سره د همکاريو له تجربو څخه څرګندېږي چې عملي رويه د جه جيانګ ولايت غوره والی دی. اوس مهال نړيوال اقتصاد دغه شان عملي او موثر رويې ته اړتيا لري.

د دغې ډلې يوه بله ځانګړتيا دا ده چې اوسنی نړيوال اقتصاد له پيچلي حالت او بېلا بېلو ننګونو سره مخامخ دی. نو د دغې ډلې غړي هېوادونه بايد په مسؤلانه توګه د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره تدبيرونه ونيسي.

د استراليا د روي نړيوالو مسئلو د څيړنې اکاډمۍ د شلو هېوادونو ډلې د څيړنې مرکز چې د دماغی وړتيا ارګان دی، د يو راپور په خپرولو سره ويلي چې نړيوال اقتصاد له يو لړ ننګونو سره مخامخ دی. د بېلګې په توګه، يو شمېر تازه سمسورې اقتصادي ډلې د اقتصادي د کمزورۍ له ستونزو سره مخامخ دی، د شلو هېوادونو ډلې د هغو غړيو هېوادونو کوم چې اقتصادي منابع يې صادرات دي، د پور د زياتېدو له ستونزې سره مخامخ دی، په ټوله نړۍ کې د پولي تګلارو له امله پولي ګواښونه زيات شوي دي، اروپايی ټولنه د پناه وړونکو له بحران سره مخامخ ده او داسی نور.

په دغه راپور کې ويل شوي چې د اوسنيو نړيوالو اقتصادي حالاتو سره سم د اقتصادي بحران د رامنځته کېدو شونتيا د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده. که څه هم د ياد بحران پيمانه ښايې د ۲۰۰۸م کال د اقتصادي بحران پر پرتله دومره سخت نه وي، خو د تګلارو طرحه کوونکي بايد اقتصادي حالاتو ته پاملرنه وکړي او د ناسمو تګلارو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.

د اسيا او ارجنټاين په نوم د اکاډمۍ مدير ګوستاوو ګيرادو وويل، چې د دغې غونډې په اړه د لاټيني امريکا د هېوادونو هيلې بېلې دي. خو د نړيوال اقتصادي بيا سمسورتيا د بېلا بېلو هېوادونو ګډه غوښتنه ده. د پرمختللو هېوادونو د اقتصاد د کمزورۍ په حال کې د لاټيني امريکا د اقتصاد بيا سمسورتيا د چين او هند په شمول د لويو پرمختيايي هېوادونو مرستو ته اړتيا لري.

د پرمختيايي هېوادونو يو شمېر کارپوهانو هيله څرګنده کړه چې په دغه سرمشريزه غونډه کې به د پرمختيايي هېوادونو د پاملرنې وړ ټکی په اړه اجنداوې جوړې شي، د نړيوال اقتصاد د پرمختګ په اړه به مؤثر تدبيرونه طرحه شي او د پرمختيايي هېوادونو لپاره به د پرمختللو هېوادونو لخوا شوې ژمنې پلې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای