د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ٣٠مه نېټه اعلان وکړ، چين او امريکا پرېکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د کلتوري تبادلې اوومه غونډه جګپوړې غونډه او د ستراتيژۍ او اقتصاد اتمه غونډه به د راتلونکی جون په ٦مه او ٧مه نېټه په جلا جلا توګه په بېجينګ کې ترسره شي.
د دغو غونډو په ترڅ کې به د چين او امريکا د اړيکو او د ګډې علاقې وړ نورو مهمو موضوعاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړي. چين غواړي له امريکا سره ستراتيژيکې خبرې اترې پياوړې کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکاري لا نوره نږدې کړي تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ د نويو هېوادونو د نوې ډول اړيکې به ټينګې شي. (هيله) (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |