CRI Online

په افغانستان کې د تلاشۍ پر پوستې بريد يوولس پوليس ووژل

cri     (GMT+08:00) 2016-05-31 09:01:13

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان په جنوب هلمند ولايت کې پوليسو د می په ٣٠مه نېټه وويل چې طالبانو د ٢٩مې نېټې په ماښام د تلاشۍ پر يوې پوستې بريد وکړ چې له امله يې يوولس پوليس ووژل شول.

دغه جګړه د هلمند ولايت د ګيريشکپه سيمه کې د تلاشۍ په پوسته کې رامنځته شوه. د هيلمند ولايت پوليسو وويل جګړې د شپې څو ساعته دوام درلود چې له امله يې يوولس پوليس وژل شول او اوه تنه ټپيان او اوه تنه نور ورک شوي دي او په بريدګرو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. د می د ٣٠مې نېټې په سهار وختي د پيښې ځای ته نژدی لا هم لږ نښتې وشوې او حکومتي پوځ دغې سيمې ته د مرستې لپاره تللی.

هلمند ولايت تل د طالبانو فعال ځای دی. له دې نه راپدې خوا طالبانو د روان کال په اپريل مياشت کې د نوې دورې د پسرلي بريدونو اعلان وکړ، په دغه ولايت کې د امنيتي پوځ او طالبانو تر منځ نښتې څو څو ځله شوې دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای