CRI Online

د تخنيکی نوښت له لارې د هېواد پياوړتيا په اړه د شي جين پينګ وينا د بېلا بېلو خواوو لخوا وستايل شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-05-31 10:08:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په دېرشمه نېټه د تخنيکي نوښت په ستره غونډه کې وويل، موږ بايد د تخنيکي نوښت په برخه کې په چيني ځانګړتيا لرونکې لاره ټينګار وکړو، د چين او نورو هېوادونو تخنيکي اړتياوې دې پوره کړو، په ټولو برخو کې دې د تخنيکي نوښت د پيدا کولو سرعت چټک کړو او د تخنيکي نوښت په ساحه کې دې فرصتونه پر وخت برابر کړو، څو چې د تخنيک له پلوه يو ځواکمن چين جوړ کړو.

بېلا بېلو خواوو د شي جين پينګ د دې وينا لوړه ستاينه وکړه. د چين د ساينس اکاډمۍ غړي چو جون هاو وويل، زه د شي د دغې وينا څخه دا احساسوم، چې زموږ هېواد به د تخنيکي نوښتونو د هڅونې ښه چاپيريال جوړ کړي. د دې چاپيريال بشپړېدل په مهمو علمي ساحو کې د چين د تخنيک د پرمختګ لپاره بنسټيز کار دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای