CRI Online

د کارګرو د نړيوال سازمان ١٠٥مه کلنۍ غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-05-31 10:23:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د کارګرو د نړيوال سازمان ١٠٥مه غونډه د می په ٣٠مه نېټه په ژنيو کې پرانيستل شوه چې دوولس ورځې به دوام ولري. روان کال د کارګرو د نړيوال سامان د ١٨٧ غړيو هېوادونو څه دپاسه پنځه زره حکومتي کارکوونکي، کارګر او د تصديو استازي په غونډه کې ګډون کوي.

د کارګرو د نړيوال سازمان عمومي مدير ګوی ريدير په همدې ورځ د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل په اوسنۍ زمانه کې د تخنيک نوښت پر توليد او ژوند مهمې اغيزې لري او ويې ويل که اوسنې نابرابر تمايل هغې سويې ته ورسېږي چې د منلو وړ نه دی او لا هم دوام لري، نو په پای کې به هر تن ناکام شي. هغه د کارګرو، د تصديو خاوندانو او حکومتي استازيو له خوا له جوړېدونکې کميټې څخه غوښتنه وکړه په دې فکر وکړي چې د برابرولو په نړيوال لاين کې څنګه د کارونو او د ګمارنو فرصتونو د موندلو له لارې له بحران سره مقابله وکړي.

د غونډې په ترڅ کې به دغه کميټه د کارګرو د نړيوال سازمان د ٢٠٠٨ کال د اعلاميې د عملي کېدو حالت ارزونه وکړي او د دغې اعلاميې د ښه والي او کارولو په هکله به بحث وکړي تر څو په راتلونکی کې د کارونو موخه پوره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای