د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين حکومت د مې په دېرشمه نېټه پرېکړه وکړه چې سريلانکا ته د دوهم ځل لپاره له سيلابونو سره د مقابلې دوهمه ډله توکي برابر کړي.
د چين د سوداګرۍ وزارت د مې په دېرشمه نېټه خبر ورکړ چې د چين حکومت به سريلانکا ته د کيږديو او بسترو په ګډون د پنځلس مليونو يوانو په ارزښت مرسته برابر کړي او د دغو توکيو د لېږدولو لپاره به يوه ځانګړې الوتکه چمتو شي. په دې عين وخت کې، د چين د سره صليب ټولنې سريلانکا ته مرستندويه ډله هم وليږله
له دې مخکې، د چين حکومت پرېکړه کړې چې سريلانکا ته د يو مليون او پنځه لکو امريکايي ډالرو په اندازه نغدي پيسې برابرې کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |