CRI Online

د ٢٠١٦ کال د نړيوالې سيالۍ توان نوم لست خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2016-05-31 15:38:08

د چين خبري اژانس د خبر له مخې: د سويس د اداره کولو او پرمختګ نړيوال انسټيټيوټ د می په ٣٠مه نېټه په رسمی توګه د ٢٠١٦ کال د نړيوالې سيالۍ توان نوم لست خپور کړ چې پکې د چين هانکانګ، سويس او امريکا مخکنی دري مقامونه نيسي.

د سويس د اداره کولو او پرمختګ نړيوال انسټيټېوټ د چين د هانکانګ د سيالۍ توان لوړه ارزونه وکړه او دا نظر يې ښودلی چې په هانکانګ کې پرمختللی بانکي او پولي سيستم، د نوښت د هڅونې نوې تګلارې او د مالياتو د ساده ميکانيزم په شمول د پرمختيا ښه شرايط لري. خو د تازه کلنۍ شميرنې له مخې د اسيا د اقتصادی هېوادونو د سيالۍ توان د ټيټېدو له تمايل سره مخامخ دی، مثلأ د ماليزيا او اندونيزيا د سيالۍ توان مقامونه ټيټ شوي. د ختيځې اروپا هېوادونو څرګندونې ښې دې چې د سلواکيا او اسلاونيا مقامونه لوړ شوي. د لاتيني امريکا اقتصادی هېوادونه د اقتصادی ځنډېدنې په حال کې دی او له زياتو ننګونو سره مخامخ دي.

ژباړونکې:ډيوه  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای