د سين هوااژانس د خبر له مخې: د اسرائيلو صدراعظم بنجامين نيتانياهو او دفاع وزير اويګدور ليبيرمن د می په ٣٠مه نېټه ماښام دا بيا تائيد کړ اسرائيل غواړي د دوو هېوادونو د لايحې او د عربي هېوادونو د سولې د وړانديز پر بنسټ له فلسطين او عربي هېوادونو سره د سولې رامنځته کېدو لپاره کوښښ وکړي.
نيتانياهو د نوي دفاع وزير اويګدور ليبيرمن د لوړې په مراسمو کې وويل دی لا هم د فلسطين او د اسرائيلو د ټولو ګاونډيو هېوادونو سره په سوله کې ګډ ژوند وکړي. د ده په نظر د عربي هېوادونو د سولې په وړانديز کې فعاله برخه شته چې د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د خبرو اترو لپاره ګټور دی. اسرائيل غواړي له عربي هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د عربي هېوادونو د سولې وړانديز اصلاح کړي چې په کې له ٢٠٠٢ کال راهيسی په منځني ختيځ کې د بدلونونو محتويات زيات شي. هغه زياته کړه چې اسرائيل د دوو هېوادونو پر لايحې ټينګار کوي او د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السيسي د هغې څرګندونې هرکلی کوي چې د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د خبر اترو هڅونه به وکړي.
ليبيرمن وويل دی د دوو هېوادونو د لايحې ملاتړ کوي او زياته يې کړه چې د السيسي څرګندونې ډېرې مهمې دې. دا وخت رسيدلی دی چې اسرائيل ننګونو ته غاړه کيږدي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |