CRI Online

د چين نړيوالې راډيو د روسيې ژبې خپرونه د روسيې په سيبريا سيمه کې په خپرولو پيل کوي.

cri     (GMT+08:00) 2016-05-31 16:26:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين نړيوالې راډيو د روسيې ژبې خپرونه د مې له ۳۰مې نېټې څخه د روسيې په سيبريا سيمه کې په رسمي توګه په خپرولو پيل کوي. د چين نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان او د سيبريا راډيو شرکت مشر کونستاتين زابريمبو يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

له همدې ورځې څخه به هره ورځ د دېرشو دقيقو لپاره د چين نړيوالې راډيو د روسيې ژبې خپرونې خپرې شي. دغه خپرونه به اوريدونکو ته يو واقعي چين وښيي او د چين اوازونه به وغږوي. په دغه خپرونه کې به د اقتصاد، سيل، ټولنې، موسيقۍ او سپورت محتويات وړاندې کېږي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای