د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د اسلامي دولت اژانس خبر ورکړ چې د دغه هېواد اسلامي پارلمان د مې په ۳۱مه نېټه په رسمي توګه د پارلمان د نوې دورې مشر په توګه د پارلمان پخوانی مشر علی لاريجاني يو ځل بيا انتخاب کړ او د ماموريت موده به يې يو کال وي.
په يادو انتخاباتو کې ښاغلي علي لاريجاني له ۲۷۶ رايو څخه ۲۳۷ ملاتړ رايې تر لاسه کړې. نوموړي له ټاکل کېدو نه وروسته د پارلمان د نورو غړيو له تائيد او باور څخه مننه څرګنده کړه او هيله يې وښودله چې د پارلمان ټول غړي به د پارلمان په چوکاټ کې د قانون جوړولو او تامين لپاره لا ښې همکارۍ وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |