CRI Online

يو جاپاني خبريال د وسلوالې ډلې لخوا نږدې يو کال مخکې تښتول شوی

cri     (GMT+08:00) 2016-05-31 16:43:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، جاپاني خبريال جونپی ياسودا کابو يو کال مخکې د جبهه النصر په نوم د سوريې يوې وسلوالې ډلې لخوا تښتول شوی دی. د مې په ٣٠مه نېټه يادې ډلې د جونپی ياسودا يو عکس خپور کړ. د څېړونکو په اند، د جبهه النصر د دغه عمل موخه ښايي جاپاني حکومت ته د وروستی خبرداری ور کول وي چې که جاپاني حکومت لا هم له دې ډلې سره خبرې اترې ردوي، نو د ياسودا ژوند به له ګواښ سره مخ شي.

د جبهه النصر په نوم وسلوالې ډلې په القاعدې سازمان پورې اړه لري. د روان کال په مارچ مياشت کې دغې ډلې د جونپی ياسودا ويډيو خپره کړې چې پکې يې ياسودا په انګليسي ژبه خبرې کولې او له جاپاني حکومت څخه يې غوښتل چې له دې وسلوالې ډلې سره خبرې اترې وکړي. خو په تازه خپور شوي عکس کې ښيي چې د ياسودا وښتان ډېر اوږده شوي دي، د ده په لاسونو کې پر يو سپين کاغذ باندې په جاپاني ژبه ليکل شوي: مهرباني وکړئ ما وژغورئ! او دا زما د ژوند وروستی فرصت دی.

د جاپان د بهرنيو چارو وزير کيسيدا فوميو وويل، دا په بنسټيزه توګه تاييده شوې چې دغه عکس د جونپی ياسودا دی. د جاپاني حکومت سرمنشي سوګا يوسيهيدی وويل، اوس جاپاني حکومت د مالوماتو په راغونډولو بوخت دی چې په نږدې وخت کې د جونپی ياسودا وژغوري.

د جاپان خبري رسنيو د جبهه النصر په نوم د وسلوالې ډلې په اړه وويل، تر اوسه پورې که څه هم دغې ډلې څو ځلې بهرنيان تښتولي دي، خو يرغمل يې نه دی وژلی. د داعش په پرتله، دغه ډله نرمه ده. خو دغې ډلې له اوږدې مودې راهيسې له داعش سره مقابله کړې او کوي يې او د دې ډلې څه دپاسه لس غړي د داعش لخوا نيول شوي دي. که جاپاني حکومت د جونپی ياسودا د ژغورلو لپاره پيسې ور نه کړي، امکان شته چې دغه ډله به له داعش سره د جونپی ياسودا د خپلو کسانو راخوشي کولو کې تبادله کړي. که دغسې حالت رامنځته شي، نو جونپی ياسودا به له ستر ګواښ سره مخ شي.

د خبري رسنيو په اند، د يادو خبرو اترو وروستۍ موده د راتلونکې جون مياشتې پای ټاکل شوې ده. جونپی ياسودا د تېر کال په جون مياشت کې د ترکيې او سوريې د سرحد له لارې سوريې ته له ننوتلو لږه موده وروسته د جبهه النصر لخوا وتښتول شو، نو د جونپی ياسودا د تښتول کېدو د يوې کلنې مودې ورځ ښايي د جاپاني حکومت په وړاندې له دې وسلوالې ډلې سره د خبرو اترو وروستی وخت وي.

د جاپاني خبري رسنيو په اند، دا شونتيا ډېره کمه ده چې جاپاني حکومت به د جونپی ياسودا د ژغورلو لپاره جبهه النصر ډلې ته پيسې ورکړي. د اوو هېوادونو ډلې په تازه ختمه شوې سرمشريزه غونډه کې د جاپان لومړي وزير شينزو ابي اعلان کړی و چې اوو هېوادونو موافقه کړې چې د ترهګريزو ډلو د پيسو سرچينو د پرې کولو برخه کې به تر وسې پورې کوښښ وکړي. برسيره پر دې، دوی له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه هم وکړه چې ترهګريزو سازمانونو ته د يرغملو د ژغورلو لپاره پيسې نه ورکوي. دا امکان لږ دی چې جاپاني حکومت به تر يوازې يوې اوونۍ وروسته د يو خبريال لپاره له خپلې ژمنې څخه سرغړونه وکړي.

د اړوند خبر له مخې، جونپی ياسودا تر دې مخکې په ٢٠٠٤ کال کې په عراق کې د ځايي وسلوالې ډلې لخوا تښتول شوی و او وروسته د څو خواوو تر منځګړيتوب او مرستو لاندې وژغورل شو او بېرته جاپان ته ستون شوی و. د ده د نيولو پېښې په جاپان کې ستره اغېزه کړې وه. ور پسې هغه په ٢٠١٥ کال کې په سوريه کې بيا د وسلوالې ډلې لخوا وتښتول شو. د مې په ٣٠مه نېټه د ده مور په جاپان کې له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل، هغه ځان ته حق نه ورکوي چې د خپل زوی د ژغورلو لپاره له جاپاني حکومت څخه غوښتنه وکړي. هغه وايي زه به يوازې دعا کوي چې خپل زوی به په ارامه توګه بېرته راستون شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای