CRI Online

کندوز کې طالبانو له ٤٥ برمته کړو مسافرينو ١٦ تنه وژلي

cri     (GMT+08:00) 2016-05-31 18:35:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کندوز ولايت د چارواکي په قول د می په ٣١ مه نېټه د همدې ولايت د پلازمينې کندوز ښار جنوب ته ورڅېرمه طالبانو ٤٥ مسافرين برمته کړي او له دې ډلې يې١٦ تنه وژلي دي.

د کندوز د ولايت وياند وويل، چې طالبانو د همدې ورځې په سهاروختي درې مسافر وړونکي موټرونه سره له سپرليو برمته کړي او له مسافرينو څخه يې ٤٥ تنه شاوخوا کلي ته وړلي او بيا يې له دې ډلې ١٦ تنه وژلي دي. اوس امنيتي ځواکونه د برمته وو د ژغورلو په هڅه کې دي. د ځايي پوليسو په خبره په دغو دريو موټرونو کې ١٨٠ مسافرين وو چې پکې ښځې او ماشومان شامل دي.

د دغې پېښې پړه طالبانو منلې ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای