CRI Online

په ۲۰۱۵ کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې ۱۵۰ ترهګران وژل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2016-05-31 21:07:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي راشيد اليموف د مې په ۳۱مه نېټه په مسکو کې د روسيې او چين ترمنځ د نوی ډول دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو په نامه يوه نړيواله غونډه کې وويل، چې په ۲۰۱۵ کال کې د دغه سازمان په چوکاټ کې د ترهګرۍ پرضد د سيمه ييزو ارګانونو په مرستو سره ۱۵۰ ترهګران وژل شوي دي او څه باندې زر تنه نيول شوي دي.

د شمېرنې له مخې، د دغه سازمان په غړيو هېوادونو کې ۱۲۴۶ کسان د ترهګرۍ پرضد د سيمه ييزو ارګانونو لخوا د ترهګرو او وسله والو په نوم لېست کې ثبت شوي دي. نوموړي وويل، چې د بېلا بېلو خواوو د همکاريو په رڼا کې ۱۲ ترهګريزې ډلې د دغه سازمان لخوا د ترهګريزو ډلو په نوم لېست کې او ۱۶۰ کسان د نړيوالو جرمونو په لېست کې شامل شوي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای