CRI Online

د چين په شينجيانګ کې د مذهبي ازادۍ حالت په اړه سپين کتاب خپور کړ.

cri     (GMT+08:00) 2016-06-02 11:28:33

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په ۲مه نيټه په شينجيانګ کې د مذهبي ازادۍ حالت په اړه سپين کتاب خپور کړ.

په دغه سپين کتاب کې ۸۶۰۰ کليمې ليکل شوې چې له ۷ برخو څخه عبارت دی.

په دغه سپين کتاب کې ويل شوي: له تاريخي واقعيتونو څخه څرګندېږي چې د مذهبونو موجوديت او پرمختګ بايد له ټولنيز پرمختګ سره سمون ولري، پر ځايي ځانګړتيا لرونکې لارې دې ګامونه پورته کړي، د بېلا بېلو مذهبونو ترمنځ دې په سوله کې ګډ ژوند وکړي، يو له بل دې د تجربو زده کړه وکړي او د مذهبي ازادۍ لپاره دې له مذهبي جګړو او نښتو څخه ډډه کړي.

د دغه سپين کتاب له مخې، له پخوانيو تجربو څخه څرګندېږي چې د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې د اساسي قانون پر بنسټ د مذهبي ازادۍ اصول د شينجيانګ د اويغور قوم په خپلواکه سيمه کې پوره پلې شوي او د اتباعو لخوا د مذهبي ازادۍ درناوی شوی، د عقيده لرونکو خلکو مذهبي اړتياوې پوره شوې او په اقتصادي پرمختګ او ټولنيز ثبات کې د مذهبي شخصيتونو مثبت رول لوبول شوی دی. د بېلا بېلو کچو حکومتونو لخوا د مذهبي ادارې توان په پر له پسې توګه پياوړی شوی او د مذهبي تندلارۍ د خپراوي مخنيوی شوی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای