CRI Online

د شينجيانګ په کوچا ولسوالۍ کې مسلمانانو تراويح وکړې

cri     (GMT+08:00) 2016-06-06 10:47:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون د ٥مې نېټې په شپه د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د کوچا ولسوالۍ نږدې سل تنو مسلمانانو د ريستان په نوم ځايي جومات کې د روژې مبارکې مياشتې په لومړۍ شپه تراويح وکړې. دا د سږنۍ روژې د پيل کېدو نښه ده.

د ريستان جومات ملا عبدللموکيسون عبدالله خبريال ته وويل : د جون د ٥مې نېټې په شپه د قران کريم ختم  پيل شو او د جولای مياشتې تر ٤مې نېټې پورې به دوام ولري. مسلمانان به سبا تر پنځه نيمې بجو مخکې جومات ته راشي او سهاري لمونځ به وکړي، د شپې په لسو بجو شلو دقيقو به روژه ماتی کوي. د جولای په ٦مه نېټه به لوی اختر وي.

ياد جومات په ١٥٧٩ کال کې جوړ شوی او په ١٩٤٤ کال کې پراخ شوی. ملا عبدالله خبريال ته وويل: په دې جومات کې هره ورځ پنځه ځلې لمونځ کېږي او له ٢٠٠ څخه تر ٥٠٠ پورې مسلمانان دلته لمونځ کوي. د جعمې په ورځ بيا د لمونځ کوونکو شمېر ٣٠٠٠ ته رسېږي.

د روژې په موده کې به جومات ځايي مسلمانانو ته اسانتياوې برابرې کړي. ځايي حکومت به هم اړوند خدمتونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای