CRI Online

د لوی ملا محمدسدير کيسه

cri     (GMT+08:00) 2016-06-06 20:03:16


د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ٢٠١٦ کال د جون د دريمې نيټې په غرمه د اقسو سيمې د لان ګان کوچې په لوی جومات کې د لوی ملا محمد سدير په امامات ډېرو مسلمانانو د جمعې مبارکې ورځې لمونځ ادا کړ. له دې امله چې همدې ورځ د جمعې ورځ وه.نو د لمونځ کولو لپاره د راغونډ شويو مسلمانو شمېرهم د نورو ورځو په پرتله ډېر و.


(اواز..............) محمد سدير چې د ١٩٧٠ کال په جنوری کې د دې سيمې په اتاله علاقه دارۍ کې زيږېدلی دی، د خپل پلار تر اغيزې لاندې له ماشومتوب څخه يې د يوه غوره ملا د ټاکل کېدو لپاره هڅې کولې او همدايې امان و. هغه په ١٩٩٣ کال کې د شينجيانګ د اسلام ديني پوهنځي له خوا ومنل شو او تر پنځو کلونو وروسته نوموړی له دې پوهنځي څخه فارغ شو او د يوه رښتينی ملا امام په توګه وټاکل شو.په ٢٠٠٧ کال کې د دې جومات د لوی ملا په توګه د مذهبي فعاليتونو د تر سره کولو،د اسلامي شريعت د خپرولو او له بې وزلو مسلمانوسره د مرستې کولو دندې پيل کړې.هغه وويل (اواز.........) زما ورځني کار د ځايي مسلمانانو له خوا د پنځه وخته فرض لمونځ امامت ور کول دي.جوماتونه زموږ د مذهبي فعاليتونو د تر سره کولو لپاره قانوني ځايونه دي.نو ځکه ډېر مذهبي فعاليتونه په دې جومات کې تر سره کيږي.جومات د هر مسلمان لپاره يو خلاص ځای هم دی.زه جوماتو کې د پنځو وختونو فرض لمونځ ور کولو د امامت دنده هم پر غاړه لرم.

محمد سديرد غني مذهبي پوهنې په لرلو سره د ځايي وګړو په منځ کې د هرکلي وړ کس ګرځېدلی دی.

د لاګان کوچې لوی جومات څه باندې دوه سوه کلن تاريخ لري او لوی تلار يې تازه ترميم شوی او په انګړ کې يې د ډېرو انګورو ونې هم ليدل کيږي.دا ښکاري چې لوی ملا محمد سدير د دې جومات د چاپيريال ابادولو ته په درنه سترګه ګوري. هغه وويل (اواز......)

د اسلام دين له لحاظه جومات د خدای کور دی،هر تن بايد په خوشحالۍ سره له دې ځای څخه ووځي، نو ځکه زما په اند جومات بايد پر مسلمانانو ښه خاطره پرېږدي.نن ورځ تاسې هم دغه حالت ګورئ چې په دې جومات کې چاپيريال په ښه توګه ساتل شوی.په دې برخه کې زموږ د جومات اداري کميټې ډېرې پانګې اچولې دي.

دغه جومات نه يوازې د هر مسلمان لپاره يو پاک چاپيريال برابروي بلکې د کورونو په شمول د ځايي بې وزلو مسلمانانو سره هم لازمې مرستې کوي.مسلمان لي يوو چون ډېر بې وزله دی او په کورنۍ کې پنځه تنه غړي لري چې نه يوازې د خپلې سل کلنې مور پالنه کوي بلکې دوه ماشومان هم روزي.که څه هم ځايي حکومت هره مياشت د دې کورنۍ لپاره مرستندويه پيسې برابروي ، خو دغه کورنۍ لاهم له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده.لوی ملا محمد سدير د دې کورنۍ د ستونزو په باب تر معلومات تر لاسه کولو وروسته په فعاله توګه ځايي اداري کميټه همغږۍ کړه او د ده د هڅو له امله دغه جومات په وړيا توګه ور ته کور برابر کړی دی . اوس دغه کورنۍ په دې جومات کې د يوې مياشتې لپاره پاتې شوې ده.د لي يوو چون مېرمن تونسهانوت وويل (اواز.......)لوی ملا يو ښه سړی دی او دی نه يوازې زموږ کور ته اوړه بلکې غوړي هم راکړل.په جومات کې چاپيريال هم پاک دی .زموږ پخوانی کور د ماشومانو له ښوونځي څخه ډېر لری واټن درلود، خو لوی ملا زموږ د ستونزې د لېری کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې چې په پايله کې مو په دې جومات کې ژوند اختيار کړ .په عين وخت کې هغه کله نا کله ما ته سابه او اوړه هم برابروي.د لوی ملا په ا ند دا د هر مسلمان پر وړاندې لازمه دنده ده چې له بې وزلو سره مرسته وکړي.د لوی ملا په اند دده له خوا تر سره شوي کارونه د خدای تر لارښوونې لاندې دي.دغه راز د لان ګان په کوچه هر اوسېدونکي چې لوی ملا محمد سدير يادوي،د ده لوړه ارزونه کوي.

١٠١ کلنه وو شو فن په وړيا توګه په يوه کوټه کې اوسيږي چې د لان ګان کوچې دغه کوټه د لوی جومات له خوا برابره شوې. 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای