CRI Online

د شينجيانګ په کوچا ولسوالي کې لرغونۍ او دوديزه نڅا

cri     (GMT+08:00) 2016-06-07 15:14:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د شينجيانګ اويغور خپلواکې سيمې د کوچا، شايار او توقسو په دريو ولسواليو کې پخوا د ورېښمو لرغونۍ لارې په اوږدو کې د کيوزي په نوم يو ډېر مشهور لرغونی هېواد و. په تاريخ کې ځايي اوسېدونکو په موسيقۍ او نڅا کې لوس لاس درلود او ځايي ځانګړتياوې لري. د چين د تانګ سلسلې په وخت مشهور راهب شوان ځانګ له تانګ هېواد نه لويديځې نړۍ ته د سفر په نامه کتاب کې د کيوزي هېواد ځانګړې نڅاوې او موسيقۍ هم وستايلې. کيوزي کلتور د ورېښمو په لرغونۍ لار کې د يوې ملغلرې په شان د لويديځ او ختيځ کلتور ترمنځ د تبادلې په بهير کې ځړېږي چې د چين، جاپان او کوريا په شمول د ختيځې اسيا د زياتو هېوادونو پر کلتور ژوره اغېزه کړې ده.


1 2 3 4
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای