CRI Online

چين به د ساينس او تخنيک په برخه کې نړيواله همکاري پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-06-07 16:16:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين ولسمشر شي جين پينګ څو ورځې مخکې د چين د ساينس او تخنيک د نوښت په غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې چين به په لوړه سويه کې د اقتصاد او ساينس نوښت په برخو کې نړيواله همکاري وکړي. د جون له لومړۍ نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې د چين د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د ساينس د نوښت برياليتوبونو نندارتون په بېجينګ کې ترسره شو. خبريال په دې نندارتون کې دا پيدا کړې چې د ساينس په برخه کې نړيوالې همکارۍ څرګند رول لوبولی چې د ساينس او تخنيک د پرمختګ په بهير کې يې ډېرې ستونزې لرې کړې او د اړوندو برخو ستر پرمختګ عملي شوی دی.

د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې چين د سپوږمکۍ له لارې د GPS سيستم کلي تکنالوژۍ تر لاسه کړې او سيمه ييزه شبکه يې جوړه کړې او اوس په ګرده نړۍ کې د شبکې په جوړولو يې پيل کړی دی. د بې دو په نوم د سپوږمکۍ له لارې د چلندنې لارښوونکی سيستم وياند ژن چنګ چي وويل، چين په ٢٠١٢ کال کې د اسيا او ارام سمندر سيمې ته د اړوندو خدمتونو برابرونه پيل کړې. ده وويل

((د بې دو په نوم د سپوږمکۍ له لارې د GPS سيستم په ٢٠١٢ کال کې په کار لوېدلی او د جنوبي ختيځ اسيا هېوادونه د دې سيستم اغېزه ډېر ستايي، نو داسې هېوادونه او د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پراته هېوادونه ياد سيستم ته ډېره اړتيا لري. چين هم غواړي له نورو هېوادونو سره خپل تخنيکي برياليتوبونه شريک کړي. اوس د ټايلند، ميانمار، پاکستان، سعودي عربستان، ايران او مصر په شمول هېوادونو نيت څرګند کړی چې غواړي د بې دو په نوم د سيستم په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.))

اوس د چين د بې دو په نوم سيستم په نړۍ کې د GPS له څلورو لويو سيسټمونو څخه يو دی او د چين يوه ډيپلوماتيکه نښه هم ګرځېدلې ده چې د چين د هوانوردۍ، برېښنايي تخنيک او مخابراتي چارو د پرمختګ لپاره يې هم هڅوونکی رول لوبولی دی. ده وويل

(( موږ له امريکا، روسيې او ځينو اروپايي هېوادونو سره د ياد سيسټم په برخه کې همکارۍ ته ډېره پاملرنه کوو. د بېلګې په توګه، چين له روسيې سره د سپوږمکۍ له لارې د چلندنې د لارښوونۍ په برخه کې يو همکاريز کمېسيون لري او هر کال په ټاکلي وخت کې همکاري کوي چې څرګند برياليتوب يې ترې تر لاسه کړي دي. ))

چين د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د نويو درملو د جوړونې په برخه کې هم لاسته راوړنې د پام وړ دي چې ٩٠ ډولونه د نويو درملو ليسنس تر لاسه کړی او ١٨ درمل چې په ګرده نړۍ کې نوي جوړ شوي اغېزمن درمل بلل کېږي، منل شوي دي. د چين د خوراکونو او درملو د تاييد څېړنيزې ادارې کارپوه وانګ جون جه وويل

(( موږ د نويو درملو د څېړنې او جوړونې په بهير کې ځينې ډګرونه جوړ کړي تر څو زموږ د درملو معيارونه له نړيوالو معيارونو سره سمون وخوري. اوس له دې پرته چې نړيوال روغتيايي سازمان زموږ درمل اخلي، موږ له ډېرو هېوادونو سره د درملو دوه اړخيز ثبت ترسره کوو، زموږ ډېر درمل د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړو پرتو هېوادونو کې ثبت شوي، اټکل کېږي چې د ديارلسم پنځه کلن پلان تر پايه پورې به موږ په دې برخه کې يو لړ ستر برياليتوبونه تر لاسه کړو. ))

د دوولسم پنځه کلن پلان تر پايه پورې چين له ١٥٦ هېوادونو او سيمو سره د ساينس په برخه کې همکاريزې اړيکې ټينګې کړې او د حکومتونو په څه دپاسه ٢٠٠ اړوندو همکاريزو سازمانونو کې يې ګډون کړی، څه نا څه ٢٠٠ چيني ساينسپوهان د اړوندو سازمانونو د مشرانو په توګه ټاکل شوی. په ډيپلوماتيکو چارو کې د ساينس ډيپلوماسي رول مخ په زياتېدو او څرګندېدو دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای