CRI Online

د چين او امريکا تر منځ د اتمې دورې ستراتيژيکی او اقتصادی خبرې اترې پای ته ورسيدې

cri     (GMT+08:00) 2016-06-08 16:36:00

د چين او امريکا تر منځ د اتمې دورې ستراتيژيکی او اقتصادی خبرې اترې د جون له شپږمې نيټې څخه تر اوومې نيټې پورې په بيجينګ کې تر سره شوې. د چين د ولسمشر شي جين پينګ ځانګړي استازي، د دولتي شورا د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ، د دولتي شورا غړي يانګ جي شی او د امريکا د ولسمشر باراک اوباما ځانګړي استازي او د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د مالي چارو وزير جيکوب لو په ګډه د خبرو اترو مشري وکړې. چين او امريکا د دوه اړخيزو پانګونو د تړونونو په هکله د خبرو اترو د هڅونې او په پولي چارو کې د همکارۍ پياوړتيا په شمول زياتو ساحو کې ګډې نظريې تر لاسه کړې دي او غواړي چې په مثبته توګه خپلمنځي توپيرونه کنټرول کړي.

د جون په اوومه نېټه له غرمې وروسته دغه خبرې اترې په بيجينګ کې پای ته ورسيدې او له غونډې وروسته د چين او امريکا مامورينو په مطبوعاتي غونډه کې وويل دواړو خواوو د مهمو موضوعاتو په هکله په صميمي ډول بحث کړی چې خوښې وړ پرمختګونه يې تر لاسه کړي دي. د چين د دولتي شورا د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ وويل که څه هم د دواړو خواوو تر منځ توپيرونه لا هم موجودي دي، خو ډېر برياليتوبونه يې لاس ته راوړلي دي. دواړو خواوو دا پيژندلی چې د اقتصادی جوړښت اصلاحات د چين او امريکا د اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ لپاره ستر اهميت لري او د چين او امريکا تر منځ د دوه اړخيزو پانګونو د تړون په هکله خبرې اترې فعال پرمختګ موندلې دي. (اواز)

چين به په معقوله توګه د عمومي اړتياوو د زياتوالي په همدې وخت کې د اقتصادی جوړښت اصلاحات پياوړی کړي. امريکا ژمنه کړې چې د پيسو تګلارو د عادی کېدو په بهير کې په هراړخيزه توګه پر نړيوال پولي بازار اغيزې تر نظر لاندې ونيسي او د تګلارو شفافيت او او تمايل ته پاملرنه وکړي. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دوه اړخيزو پانګونو تړون په هکله د خبرو اترو هڅونه وکړي او کوشش کوي چې ژر تر ژره يو لوړې سويې لرونکي تړون لاسليک کړي.

چين او امريکا په خبرو اترو کې په پولي چارو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړی کړی دی. د دواړو هېوادونو د پولي چارو د ادارې څانګې غواړي د مالوماتو د شريکولو او د قانون د عملي کېدو په چارو کې د نړيوالې همکارۍ هڅونه وکړي. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د پيسو د مينځلو، ترهګرۍ ته د پيسو برابرولو او د جعلي پيسو پر ضد چارو کې همکارۍ پياوړې کړي.

د چين د دولتي شورا غړي يانګ جي چی وويل د خبرو اترو په ترڅ کې چين او امريکا د لويو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ابادۍ، په دوه اړخيزو واقعی همکاريو کې د نويو ځوړندو ټکو، په مساعد ډول د توپيرونو او حساسو مسئلو د کنټرول، د اسيا اوارام سمندر په سيمه کې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو د حل و فصل او په مهمو سيمو کې د نړيوالو مسئلو په هکله د دواړو خواوو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ په هکله بحثونه کړي دي. د جنوبي سمندر مسئلې په هکله يانګ جي چی وويل د جنوبي سمندر ټاپوګان تل د چين خاوررې دې او چين د خپلو خاورو د ملي حاکميت او قانوني سمندري ګټې د ساتلو حق لري. چين هېله لري چې امريکا خپلې ژمنې پوري کړي او د جنوبي سمندر د سولې او ثبات ساتلو لپاره مثبت رول ولوبوي. (اواز)

دا به بدل نه شي چې چين د م م د سمندري قانون د تعهد نامه په شمول د نړيوالو قوانينو له مخې د جنوبي سمندر د قضاوت د دوسي په اړه د فيليپين دريځ نه مني. د جنوبي سمندر د خاورو او سمندر د حقوقو او ګټو په هکله توپيرونه بايد د اړوندو مسئولانه هېوادونو تر منځ د خبرو اترو له لارې په سوله ييز ډول حل شي. چين او امريکا د جنوبي سمندر په اړوند د بېلا بېلو خواوو د عملونو اعلاميې له عملي کېدو څخه ملاتړ کوي او له دې سره موافقه کوي چې د اړوندو مسئلو په هکله همغږۍ وساتي او مثبت ډول خپلمنځي توپيرونه کنټرول کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای