CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزيرانو غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-06-08 18:07:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزيرانو ديارلسمه غونډه د جون په اتمه نېټه د قزاقستان په استانا کې پرانيستل شوه. د چين دفاع وزير چانګ وان چوان د چيني پلاوي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون وکړ. دغه راز د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو قزاقستان، روسيې او تاجکستان دفاع وزيرانو او د قرغېزستان د دفاعي چارو کمېټې رئيس، د ازبکستان د ځواکونو رئيس، د شانګهای همکارۍ سازمان د سکريتريت او د ترهګرۍ پرضد سيمه ييزو ارګانونو مشرانو هم په دغه غونډه کې ګډون کړی دی.

چانګ وان چوان د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، چې موږ بايد په ټينګه سره د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د بېلابيلو غړو هېوادونو مشرانو ترمنځ موافقه پلې کړو ، پر متقابل اعتماد، متقابلې ګټې، مساوات او سلامشورې او متقابل درناوي دې ټينګار وکړو، د سيمې امنيت ساتنې ته دې لومړيتوب ورکړو او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو په موخه دې نوي خدمتونه ترسره کړو.

په نوموړې غونډه کې بېلابېلو ګډونوالو پر دې ټينګار وکړ چې د ترهګريزو ګواښونو د زياتېدو پر وړاندې دې بېلابېل غړي هېوادونه خپلمنځي پوځي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډې همکارۍ دې د سيمه ييز امنيت او ثبات ساتنه وکړي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای