CRI Online

《شينجيانګ ته کتنه 》: د عاشلي قزاقي قوم له کلي څخه ليدنه

cri     (GMT+08:00) 2016-06-09 15:50:33


د عاشلي د قزاقي قوم کلي کې د وګړو دوديز کور

د شينجيانګ د سانجي ښار د عاشلي په نوم قزاقي کلی د تيان شيان غره په شمال کې پروت دی او د خپل ژوند ورځنۍ چارې د مالدارۍ او سيلانۍ په تکيه پرمخ وړي. دغه کلی د هان، قزاق، هوی او اويغور د اتو قومونو په شمول يې د وګړو شمېر ١٠٣٢٠ تنو ته رسيږي چې پدې جمله کې قزاقي قوم ٩٧٪برخه جوړوي. د دغه کلي اوسيدونکو پخوا کوچياني ژوند کولو، د تېرې پېړۍ له اتيايمې لسيزې څخه حکومت له ځايي بې وزلو مالدارانو سره مرستندويه پروګرام پلی کړی چې په رڼا کې يې د قزاقي قوم زياتو مالدارانو په دغه کلي کې په ميشتېدل پيل کړل او د کوچياني ژوند پر ځای يې د لاسي اثارو، خامک کاري، د خوړنځايونو د جوړولو او داسې نورو کارو بارونو په تکيه ژوند پر مخ بيايي.


د قزاقي قوم اوسيدونکی د سي ار ای عربي څانګې الجزايري ژورنالېست لطفي ته قومي موسيقي اله غږوي.



شير چای د قزاقيانو ډېر خوښيږي


د قزاقي قوم وګړي ډېر مېلمه پال دي، کله چې مېلمانه يې کور ته ورشي، ډول ډول خوندور خوراکي توکي ورته چمتو کوي.


د عاشلي قزاقي قوم کلي څخه تر ليدنې وروسته، د سي ار ای يوه ژورنالېسته د شينجيانګ له ځايي رسنيو سره د مرکې په حال کې ليدل کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای