CRI Online

د ٢٠١٦ کال د چين د چاپيريال او روغتيا تبليغاتې اوونۍ پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-06-09 16:53:12

د جون اتمه نېټه دسمندر له نړيوالې ورځې سره برابره ده، د همدې ورځې په سهار د ٢٠١٦ کال د چين د چاپيريال او روغتيا د تبليغاتې اوونۍ په نوم فعاليت او د لومړۍ دورې سمندري فورم د پيل مراسم په بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې ترسره شول. د سمندر په اړه د روانې تبليغاتي اوونۍ اصلي موضوع سمندري چاپيريال او روغتيا ده او هدف يې دا دی چې خلکو ته د ځمکو په ايکولوژيکي سيستم کې د سمندر د مهم رول په هکله معلومات ورکول او له خلکو نه د سمندري ايکولوژيکي سيستم پر وړاندې د ګواښونو د لېرې کولو په موخه د ګډې هڅې غوښتنه ده.

سمندر د سرچنيو زيرمتون او هم د ملي اقتصاد او ټولنې د ودې لپاره تکيه او تضمين بلل کيږي. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلې کېدو راهيسې، سمندر له ملي اقتصادي او ټولنيزې ودې د ملاتړ په څنګ کې چاپيريال يې له سختو ګواښونو سره هم مخ شوی دی. د چين د چاپيريال ساتنې مرستيال وزير هوانګ رون چيو وايي، اوس د چين سمندري چاپيريال له دراندو فشارونو سره مخ شوی ، نوموړي وويل:

((لومړی سمندري غاړې ته نږدې سمندري اوبه ډېرې ککړې شوي او په اغېزمنه توګه يې د ککړتيا مخه نه ده نيول شوې، دوهم سمندر ته نږدې پرتو سيمو کې د صنعتي ودې او د سرچينو چاپيريال ترمنځ تضادونه ورځ تر بلې سختيږي، درېيم د سمندري چاپيريال د څارنې او اداري توان پياوړی نه دی او اړتيا ده چې د غښتليتوب په موخه يې هڅې وشي.))

يو پاک، ترو تازه او مصئون سمندر د انسانانو د روغتيا او دوامدار پرمختګ لپاره تامين دی،په چين کې د م م د چاپيريال د پلان جوړولو ادارې استازي جانګ شي ګانګ وايي، په نړۍ کې د سمندر ٤٠ ٪ اوبه د انسانانو د فعاليتونو له امله سختې ککړې شوې دي. د ژوند او صنعت څه باندې ٨٠٪ فضله اوبه چې نه دي تضفيه شوې، سمندر ته بهول شوي دي،د ککړتيا له امله په ځينو سمندري سيمو کې اکسيجن ډېر کم شوی او ککړ شوي سمندر هم د انسانانو پر روغتيا منفي اغېزې کړې دي. نوموړي وويل:

((سمندر د ځمکني ژوند سرچينه ده،سمندري اوبه د ځمکې په سطح کې تر ٧٠٪ زياته برخه جوړوي او مليارډونه انسانان د سمندر په تکيه خواړه ، پاکه هوا، ثابت اقليم، باران ، پاکې اوبه اخلي او ژوند کوي. سمندر د نړۍ تر ٣٥٠ مليونو زياتو کسانو له ورځني ژوند سره ډېر نږدې تړاو لري او څه باندې يو مليارډ کسان په عمده توګه د سمندري خوراکي توکو د خوړولو له لارې پروتائين اخلي. وړاندوينه کيږي چې تر ٢٠٢٥ کال پورې به د نړۍ ٣٢٥ مليونه کسان د سمندر پر غاړه پرتو سيمو کې واوسيږي،نو د سمندر او سمندر ته د نږدې سيمو د ايکولوژيکي سيستم ساتنه نه يوازې د چاپيريال لپاره ، بلکې د انسانانو د ژوند او روغتيا لپاره هم ډېره مهمه ده.))

د روان کال د چاپيريال او روغتيا تقليغاتي اوونۍ د کوربه غاړې يعنې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مرستيال رئيس جو شياو فنګ پدې اړه وويل:

((سمندر پر هر تن، د بېلابېلو هېوادونو پر وګړيو او پر ټولو انسانانو پورې اړه لري. هر يو دا حق لري چې د سمندر له نعمت څخه برخمن وي، په څنګ کې دا مسئوليت هم پر غاړه ولري چې سمندري چاپيريال او سمندري روغتيا وساتي.د سمندري تکنالوژۍ او سمندري اقتصاد پرمختګ او د سمندر پر وړاندې د خطرونو د مخنيوي پياوړتيا د بېلابېلو هېوادونود وګړو له ژوند سره تړاو لري او په عادلانه او سوله ييزه توګه د نړيوال سمندري نظام ساتنه د ټولو انسانانو له نيکمرغۍ سره اړيکې لري.))

ښاغلي ليو شياو فنګ زياته کړه، چې سمندر او سيند په وچه کې پرته او له سمندر نه لېرې هېوادونه نږدې پيوست کړي دي چې له امله يې د نړۍ بېلابېل هېوادونه په تېره بيا د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لار پر غاړه پرته هېوادونه پر يوه ګډه ټولنه ګرځيدلي کومه چې ګټې ،برخليکونه او مسئوليت يې په خپل منځ کې ويشلي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای