CRI Online

د اقتصاد او سوداګرۍ د پرمخبيولو په هکله د چين او منځنۍ او ختيځۍ اروپا هېوادونو ترمنځ د وزيرانو په کچه دوهمه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-06-10 15:32:20

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اقتصاد او سوداګرۍ د پرمخبيولو په هکله د چين او منځنۍ او ختيځۍ اروپا هېوادونو ترمنځ د وزيرانو په کچه دوهمه غونډه د روانې مياشتې په نهمه نېټه په نينګ بو ښار کې تر سره شوه.د چين د سوداګرۍ وزير ګان هو چنګ او د چک،پولند،سيربيا په شمول د منځنۍ او ختيځۍ اروپا شپاړسو هېوادونو وزيرانو يا استازو په دې غونډه کې ګډون درلود.په دغه غونډه کې د نينګ بو اعلاميه او د چين او دغو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د لاسته راوړنو ليست خپور شو.په غونډه کې ګان هو چنګ د نړيوالې سوداګرۍ سازمان له غړو هېوادونو څخه هم غوښتنه وکړه چې په ټاکلي وخت کې دې د چين په مقابل کې هغه ناعادلانه کړنې پای ته ورسوي چې په ارزانه بيه له چين څخه توليدات واردوي.

د روانې مياشتې په نهمه نيټه ياده غونډه په ننيګ بو ښار کې تر سره شوه چې د غونډې په لومړي ځل په ٢٠١٤ کال کې پيل شوه ، او اوس د منځنۍ او ختيځۍ اروپا له هېوادونو سره د سوداګريزو همکاريو لپاره يو مهم ډګر ګرځېدلی دی.په همدې ورځ دغې غونډې دوه ساعته دوام درلوده او برخه والو په عمده توګه د اقتصادي پرمختګ،سيلانۍ، ترانسپورت، بنسټيزو تاسيساتو په باب بحثونه وکړل.تر غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې دواړو خواوو د نينګ بو اعلاميه خپره کړه او د کرنيزو توليداتو،د خوړو د سوداګرۍ د پرمختګ او د بنسټيزو تاسيساتو د ښه والي په برخو کې ډېرو ګډو نظريو ته رسيدلي دي.د سوداګرۍ وزير ګاو هو چنګ وويل (اواز..........) دغه اعلاميه چې محتويات يې غني دي،د اړوندو ګټو ته پاملرنه کوي.د سوداګرۍ او پانګونې د پراخوالي ،د تګ راتګ د پياوړتيا او د منځنيو او کوچنيو تصديو ترمنځ د همکارۍ د پرمخبيولو له برخو څخه د اړوندو خواوو هوښيارۍ ، خدمتونه او وړانديزونه څرګنديږي. دغه اعلاميه په بېلابېلو ساحو کې د چين او منځني او ختيځۍ اروپا د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره لارښوونکی سند ګڼل کيږي.

په دې غونډه کې د چين او منځني او ختيځۍ اروپا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو د لاسته راوړنو ليست هم خپور شو.سربېره پردي تر غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې د برخه والو هېوادونو استازو د تودو مسئلو پوښتنو ته ځوابونه ور کړل.د دې ترڅنګ د چين د سوداګرۍ وزير ګان هو چنګ هم د نړيوالې سوداګرۍ سازمان له غړو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د چيني توليداتو د ارزان خرڅلاو کړنې بايد په ټاکلي وخت کې پای ته ورسوي.هغه وويل (اواز...........) هغه کړنه چې د نړيوالې سوداګرۍ سازمان غړی هېوادونه په ارزانه توګه چيني توليدات پلوري،نوره تکرار نه شي چې دا په دې سازمان کې د چين د ګډون څرګند مقررات دي او يو نړيوال مسئوليت هم دی چې دغه سازمان يې بايد پر خپله غاړه ولري.چين د دې سازمان د يو غړي په توګه د دغه سازمان د څو اړخيزو اصولو ساتونکی او جوړونکی دی او خپل حقه حقونه هم لري.مونږ باور لرو چې د نړيوالې سوداګرۍ سامان غړي هېوادونه به په جدي توګه د خپلو ژمنو سره سم او په دې سازمان کې د چين د ګډون لپاره د پنځلسمې مادې له مخې په ټاکلي وخت کې د څو اړخيزو اصولو د ساتلو لپاره خپله لازمې دندې پر غاړه ولري.

دغه ناعادلانه کړنې به ژر پای ته ورسيږي چې دا د چين لپاره ګټورې نه دي.خو ځيني هېوادونه لاهم خپلې ناعادلانې کړنې ته دوام ور کوي.په دې هکله د هنګري د بهرنيو او اقتصادي چارو وزير سزيجارتو پيتر وويل چې له چين څخه ملاتړ کوي. هغه وويل (اواز.........)زمونږ دريځ څرګند دی او په دی اند يو چې بايد د چين بازاري اقتصاد مقام ومنل شي.د اروپايي ټولنې په ديپلوماتيکې شورا کې هم همداسي دريځ لرو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای