CRI Online

په تېرو پنځو مياشتو کې د چين له خوا راجلب شوې بهرنې پانګې له پنځوس مليارډو ډالرو څخه اوښتې وې

cri     (GMT+08:00) 2016-06-13 16:39:01


د چين د سوداګرۍ وزارت له خوا د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې، د سږ کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چين له خوا راجلب شوې بهرنې پانګې د سالم زياتوالي په حال کې وې، په چين کې د نويو بهرنيو شرکتونو شمېر او د استعمال شويو بهرنيو پانګو اندازه دواړه زيات شوي.

د شمېرنې له مخې، د سږ کال له جنورۍ څخه تر مې پورې، لس زره اته سوه او يو اويا شرکتونه د بهرنيو پانګو له لارې جوړ شوي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ديارلس اعشاريه پنځه سلنه زيات شوی. په تېرو پنځو مياشتو کې شاو خوا څلور پنځوس مليارډه او يو سلو نوي مليونه امريکايي ډالره بهرنې پانګې په چين کې اچول شوي چې د تېر کال د همدې مودې په نيست دری اعشاريه اته سلنه زياتې شوې. د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو پانګو څانګې مرستيال فان ون جيا وويل

(( زموږ له مياشتنې شمېرنې څخه ښکاري چې د کال د هرې څلورمې په وروستي مياشت کې، د بېلګې په توګه مارچ، جون، سپتمبر او دسمبر ، په همدغسي مياشتو کې د زياتوالي اندازه لوړه ده، خو په نورو مياشتو کې ښکته پورته کيږي. نو موږ د کومې مياشتې او يا لنډ مهالي مودې شمېره نه څيړو، موږ له يوې اوږدې مودې څخه فيصدي پيدا کوو. ))

په تېرو پنځو مياشتو کې په خدمتي صنعت کې اته دېرش مليارډه او دوه سوه شل مليونه امريکايي ډالره بهرنې پانګې کارول شوې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله اوه سلنه زياتې شوې، د زياتوالي انډول يې لوړ و. په تېره بيا د لوړې تکنالوژۍ په خدمتي صنعت کې د کارول شويو بهرنيو پانګو د زياتوالي انډول لوړ و چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت څلور نوي اعشاريه اوه سلنه و. په تېره بيا د معلوماتي تکنالوژۍ په خدمتي صنعت کې کارول شوې پانګې دوه چنده زياتې شوې دي.

د پام وړ ده چې په خدمتي صنعت کې د بهرنيو پانګو د زياتوالي تر څنګ، په توليدي صنايعو کې اچول شوې بهرنې پانګې کمې شوې چې د تېر کال د لومړيو پنځو مياشتو په نسبت درې اعشاريه دوه سلنه ټيټې شوې. په دې هکله فان ون جيا وويل

(( په راجلب شويو بهرنيو پانګو کې د خدمتي صنعت برخه لوړه شوې ده، خو د توليدي صنعت برخه ګام په ګام کمه شوې چې د سږ کال له جنورۍ څخه تر مې پورې يې په ټولو بهرنيو پانګو کې اته وېشت اعشاريه اته سلنه ونيوه.))

فان ون جيا وويل، چې د سوداګرۍ وازارت به ګامونه پورته کړي، تر څو د توليدي صنعت له خوا د بهرنيو چارو د راجلبولو ثبات وساتل شي.

(( موږ به په پر له پسې توګه په توليدي صنعت کې د بهرنيو پانګو د ثبات ساتلو لپاره فعال ګامونه پورته کړو. د سږ کال په مې کې د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو پانګو په اړه يوه ملي غونډه جوړه کړه، له ګډون کوونکو سره مو پر دې بحثونه کړي چې څرنګه د سوداګرۍ چاپيريال بشپړ کړو، څرنګه د بهرنيو پانګو پيمانه وساتو، په تيره بيا څرنګه د لوړې تکنالوژۍ په توليدي صنعت کې بهرنۍ پانکې چين ته راجلب کړو. موږ له اړوندو څانګو سره د تګلارو د جوړولو په هڅه کې يو. ))

د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې په چين کې د عمده پنځو پانګه اچوونکو هېوادونو او د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه د پراتو هېوادونو له خوا اچول شوې پانګې د زياتوالي په حال کې وې.د لومړيو لسو هېوادونو له خوا اچول شويو پانګو په ټولو کارول شويو بهرنيو پانګو کې څلور نوي اعشاريه پنځه سلنه برخه ونيوه.

د لويديځې سيمې له خوا د راجلب شويو بهرنيو پانګو د زياتوالي اندازه لوړه وه چې د تېر کال د لومړيو پنځو مياشتو په نسبت يو دېرش اعشاريه دوه سلنه زياته وه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای