د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي رشيد عليموف د جون په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، د ياد سازمان غړي هېوادونه به په تاشکند کې د سرمشرانو په شپاړسمه غونډه کې د سيلانيزې همکارۍ په اړه تړون لاسليک کړي.
نوموړي په همدې ورځ د ياد سازمان د غړو هېوادونو د خبري رسنيو له پلاويو سره د کتنې په ترڅ کې يادې خبرې وکړې. هغه وويل، دغه تړون به له کولتوري او تاريخي اثارو څخه د ګټې اخيستلو لپاره مهم رول ولوبوي او سيلانيزو همکاريو ته به اغيزمن قانوني بنسټ برابر کړي.
سږ کال د شانګهای د همکارۍ سازمان د جوړېدو پنځلسمه کليزه ده. د ياد سازمان د غړو هېوادونو، کتونکو هېوادونو او همکار هېوادونو په ګډون د اتلسو هېوادونو خبري رسنيو دېرشو استازو له بېجينګ څخه ليدنه وکړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |